روغتيااروپا
جرمني: ډیرو صحي بیمو حق العضویتونه لوړ کړي
۱۴۰۱ دی ۱۳, سهشنبهاعلان
لکه څنګه چي د اشیاوو د ټیست مؤسسې پرون دوشنبه خبر ورکړ، د تقریباً ۷۱ بیمو له جملې څخه ۵۴ یې خپل حق العضویتونه لوړ کړي دي.
دغه لوړوالی د ۰،۰۶ او ۰،۷۰ فیصدو تر منځ دی. یوازي دوو صحي بیمو خپل حق العضویتونه ۰،۱۴ او ۰،۳۱ فیصده راکم کړي دي. ۱۵ نورو بیا ثابت پرې ایښي دي.
په جرمني کي د صحي بیمو تر ټولو لوړ حق العضویت ۱۶،۵۹ او کښته یې ۱۵،۴۰ فیصده دی.