جرمني: په فابریکو کي د اومو موادو کمښت پر کمیدو دی
۱۴۰۱ آذر ۹, چهارشنبهاعلان
لکه څنګه چي د مونشن معلوماتي انستیتوت نن چهارشنبه خبر ورکړی دی، تقریبأ ۵۹ فیصدو پوښتل سوو شرکتونو ویلي دي چي په نومبر کي یې د اومو موادو کمبود تر پخوا یو څه حل سوی دی، چي دا د ۲۰۲۱م کال له اپریل میاشتي راهیسي تر ټولو ښه حالت دی. په همدې تیر اکتوبر میاشت کي لا دغه کمبود ۶۴ فیصده ؤ.
انستیوت ویلي دي چي دغه ارقام یوه نسبي امیدواري رامنځته کوي، خو لا سړی نسي کولای د یوې مطلقي فراوانۍ څخه خبره وکړي.