شخړياروپا
جرمني: پارلمان ته د ننوتلو پر سختو مقرراتو حساب کیږي
۱۴۰۱ آذر ۲۷, یکشنبهاعلان
د سوسیال ډیموکراټانو د حزب دغي سیاستمدارې الماني خبري آژانس-dpa ته په برلین کي ویلي دي: «زه نه غواړم اوس جزئیاتو ته ورداخله سمه، خو زه گمان کومه، چي موږ به د پارلمان د داخلي نظم ، داخلیدو او چلند مقررات او قواعد یووار بیا سخت کړو». خو هغې په عین حال کي ټینگار وکړ، چي د پارلمان د وکیلانو او کارکوونکو امنیت یې تأمین دی. او «د دې څخه هیڅوک نباید تشویش ولري. د پارلمان امنیت په هر وخت کي تأمین ؤ. دا خبره زه تائیدومه».