جرمني: لوړ انفلاسیون او ګراني تور کار ته لمن وهي
۱۴۰۱ دی ۳, شنبهاعلان
دغه خبره د لینڅر مالي انستیوت اقتصاد پوه، فریدریش شنایدر کوي. په خبره یې په جرمني کي د تیر ۲۰۲۱ م کال د ۲۲،۱ ميلیارده یورو تور کار له لاري عایداتو په نسبت سږ ۲۰۲۲م کال کي به هغه ۳۶۰،۳۱ ميلیارده یورو ته لوړ سي. دا د جرمني د ټول ملي ناخالصه عاید لس فیصده سره برابر دي.
دا هم پداسي حال کي ده چي شنایدر د همدې کال په سر کي د ښې اقتصادي ودي په سبب د تور کار د کمیدو اټکل کړی ؤ. خو په خبره یې «د انرژۍ بحران او د انفلاسیون لوړه درجه دغه ډول برعکس نتایج رامنځته کړل».