جرمني: خارج ته د کیمیاوي فابریکو د انتقال خطر سته
۱۴۰۱ شهریور ۲۹, سهشنبهاعلان
د جرمني د کیمیاوي فابریکو د تولیداتو اتحادیې اداري رئیس، ولفګنګ ګروسه انتروپ، رویترز ته وویل: «د دغي څانګي وضعیت ډیر خراب دی او خارج ته د دغه صنعت په انتقالیدو سره به ډیر کارځایونه هم له منځه ولاړ سي.»
په خبره یې «قیمتونه به په دې جریان کي په کراه کراه سره نور هم لوړ سي.» د انتروپ په حواله حتی هغه فابریکې، چي په بحراني وختونو، لکه کرونا پروخت هم خارج ته نه وې انتقال سوي، اوس یې د دې خطر موجود دی چي انتقال سي. هغه زیاته کړه، هغه فابریکې چي خارج ته د انتقالیدو امکانات نه لري او په اصطلاح هیڅ خواته یې مخ نه ګرځي، نور به ونسي کولای د بین المللي رقابتونو سره ځان عیار او ځکه یې نو د سقوط ډیر خطر موجود دی. هغه وايي: «لوی شرکتونه په ښکاره ډول سره د دې ډیر امکانات لري چي خارج ته د انتقالیدو او ډیرو تولیداتو په صورت کي مصارف تر کنټرول لاندي راولي.»