جرمني: تورنادو په زارلنډ کي ۴۰ کورونو ته زيان اړولی
۱۴۰۱ آبان ۲۷, جمعهاعلان
لکه څنګه چي د سانک وینډل ناحیې مفتش، ډیرک شېفر نن جمعه رپوټ ورکړی دی، د دغه ایالت د اوریکسوایلر په ناحیه کي تقریباً ۴۰ هستوګنځایونو ته سخت تاوانونه اوښتي او همدارنګه د بام د خښتو د رالویدو او یا ونو د چپه کیدو په پيښو کي لس موټران هم متضرر سوي او خراب سوي دي. خو څوک پکښي مړه یا ټپيان سوي نه دي. اټکل کیږي، چي د تورنادو سرعت په ساعت کي د ۱۵۰ څخه تر ۱۸۰ کیلومتره پوري ؤ.