جرمني ته د مهاجرو د کورنیو ۱۰۵۰۰ غړي راغلي دي
۱۳۹۸ آذر ۳۰, شنبهاعلان
د خبري آژانس،afp په حواله دغه خبره د جرمني د خارجه وزارت د ارقامو څخه معلومیږي. په دې ډول سره به بیا هم د هغوی له پاره د میاشتي د ۱۰۰۰ تنو کورنیو غړو د راوستو سرحد بندي د کال تر پایه پوري وا نه وړي. دا هغه مهاجر دي، چي په هیواد کي یې د جنگونو او نورو دلایلو په سبب په جرمني کي محدودي اقامې ورکول کیږي، په بل عبارت د بشري دلایلو په سبب اقامې.
خو په ۲۰۱۸ کال کي بیا هغوی ډیر لږ او په ټوله کال کي د هغوی تعداد ۲۶۱۲ تنو ته رسیدلی ؤ.
دخارجه وزارت په حواله ډیرو مهاجرینو د خپلو فامیلونو د غړو د راتگ غوښتن لیکونه ورکړي دي. په خبره یې د همدې عیسوي کال د ډسمبرمیاشتي تر لمړیو پوري هغوی ته د ټولي نړۍ څخه تقریبأ ۲۳۰۰۰عریضې سپارل سوي دي. هغوی زیاتوي، چي پر دغو ټولو عریضو باندي په دلیل کار نه دی سوی، چي تل نوي عریضې ورباندي اضافه کیږي.