جرمني: اکثره شرکتونه د خرابي زیربنأ څخه شکایت کوی
۱۴۰۱ آذر ۵, شنبهاعلان
د تیري سه شنبه په ورځ د جرمني د اقتصادي انستیتوت له خوا نشر سوي یوه رپوټ کي تقریباً ۸۰ فیصدو شرکتونو ویلي دي چي خرابه زیربنا یې پر کار و بار باندي منفي تأثیر کوي. دا په ۲۰۱۳م کال کي د عین دغه ډول یوې نظرپوښتني څخه ۲۰ فیصده اضافه والی ښيي.
د انستیتوت په خبره تر ټولو ډیر بیا د خرابو سړکانو څخه شکایت موجود دی، خصوصأ په نورد راین ویستفالن، باډن ویرتن بیرګ ایالتونو او د آلمان په ختيځ کي. خو د کښتیانو او هوايي ترانسپورټ څخه هم شکایت مخ پر ډیریدو دی.