جاپان: د هیروشیما د اټومي بم د قربانیانو درناوی
د جاپان په هیروشیما کې هرکال په زرونو کسان په دغه ښار کې د اټومي بم د برید د قربانیانو یاد تازه کوي. امریکا خپل لومړنی اټومي بم ۸۰ کاله مخکې د جاپان پر هیروشیما وغورځوو چې پکې ۱۴۰ زره انسانان ووژل سول.
د اتومي بم د قربانیانو له پاره دعا
د ۱۹۴۵ م کال د اگست پر ۶مه د سهار پر اتو بجو او پنځلسو دقیقو د جاپان د هیروشیما پر ښار باندې د امریکا متحده ایالاتو اټومي بم وغورځول شو او شاوخوا ۱۴۰ زره انسانان یې د مرگ کندې ته گوزار کړل.
د قربانیانو له پاره د گلانو گیډۍ
زده کوونکو ددغې چاودنې د قربانیانو له پاره د گلانو گیډۍ آماده کړې وې. په دغو مراسمو کې د جاپان د ټولنې د هرې برخې وګړي ګډون کوي.
د دوهمې نړیوالې جګړې لومړنی اټومي بم
په دوهمه نړیواله جگړه کې لومړنی اټومي بم پر داسي یوه ښار استفاده شو چې د جگړې په ترڅ کې نه وو بمباري سوی. د جاپان په لویدیځ کې د هیروشیما ښار له جنگي اډو څخه یوه مهمه اډه وه. په دغه ښار کې ډیری چینایي او کوریايی کارگران په اجباري کارونو بوخت ول.
"کوچنی هلک"
د هغه بم د کوډ نوم چې پر هیروشیما استفاده سو "کوچنی هلک (Little Boy)" وو. دغه بم درې متره اوږد ؤ او څو ټنه وزن یې درلود. د امریکا B-29 بم غورځوونکې الوتکې چی د دغه بم د غورځولو دنده یې درلوده، درې تنه عمله لرله. پل تیبت چې د دغې بم غورځوونکې الوتکې پیلوټ ؤ د انځور (منځ)، توماس فربی (کیڼ)، او تئودور فان کرک (ښي اړخ ته) لیدل کیږي.
دوزخ
هغه بم چې پر هیروشیما استفاده سو ، د ځمکې له سطحې په ۶۰۰ مترۍ ارتفاع کې وچاودید، تر څو د زیانونو شدت یې ډیر سي. د دغه بم په چاودنې سره د ښار پراخې برخې ویجاړې سوې خو د ښار د صنعتي مرکز ودانۍ کوم زیان ونه لید او خپل کار ته یې ادامه ورکړ.
د بمي چاودنې پایلې
د هیروشیما مخکیني ښاروال کازومی ماتسویی، په دغه ښار کې د اټومي بم په کالیزه کې په ټوله نړۍ کې د اټومي وسلو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه. هغه وویل چې له دغې پیښې څخه ژوندي پاته سوي کسان د اټومي بم د چاودنې له جسمی او روانی عواقبو څخه ځوریږي.
له هیروشیما درې ورځې وروسته: ناگاساکي ښار باندې اتومي برید
د امریکا پوځ د هیروشیما له بمبارۍ درې ورځې وروسته ، د ۱۹۴۵ کال د اگست پر نهمه نیټه یو بل اټومي بم د جاپان د ناگاساکي پر ښار وغورځاوه. ددغه اټومي برید په نتیجه کې د ناگاساکي د ښار ۷۰ زره اوسیدونکي ووژل سول. د دغه بم له استفادې لږ وروسته جاپان هم تسلیم سو.