تیر کال هر الماني په اوسط ډول ۱۰ کیلو چاکلیټ خوړلي
۱۴۰۲ فروردین ۲۰, یکشنبهپه شاوخوا ۸۳ میلیونه نفوس درلودونکي دغه هیواد کې د نورو لویدیځ هیوادونو په څیر تر ټولو ډیر شکولاد یا چاکلیټ د عیسویانو د کریسمس او ایستر د مراسمو په ورځو کې خوړل کیږي.
پنځه ډوله خواړه چې نه باید په خالې معده وخوړل شي
د المان په پخوانۍ پلازمېنې بُن کې د شکولاد او خوږو توکو تولیدونکو د ټولنې په حواله تیر کال د دې صنعت مجموعي تولید ۱،۲ میلیونه ټنه و او په دې اساس هر الماني تیر کال په اوسط ډول ۹،۵۶ کیلو ګرامه چاکلیټ یا شوکولاد خوړلي دي.
د چاکلیټ او نورو خوږو توکو تولیدونکو ادارو په حواله تیر کال د عیسویانو د ایستر په مراسمو کې یوازې په هیواد کې دننه ۱۰۸ میلیونه د چاکلیټ یا شکولاد څخه جوړ شوي دودیز خرګوشان یا سوي پلورل شوي دي.
زمونږ له یوټیوب شبکې سره یوځای شئ:
زمونږ له فیسبوک شبکې سره یوځای شئ:
په دې توګه تیر کال په مجموعي ډول په المان کې د نږدې ۶،۲ میلیارده یورو په ارزښت د چاکلیټ یا خوږو کاروبار شوی دی.