تورخم به په ازمایښتي ډول د شپې او د ورځې له خوا پرانیستی وي
۱۳۹۸ شهریور ۱۱, دوشنبهپه پیښور کې د افغانستان د قونسلګرۍ د مهاجرو چارو رئیس عبدالحمید جلیلي له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وویل چې په ازمایښتي ډول به د دوشنبې له ورځې څخه د تورخم دروازه د شپې او ورځې له خوا پرانیستي وي.
د هغه په خبره «په لومړي سر کې به د ماښام له اتو بجو څخه د سهار تر شپږو بجو دغه دروازه د تجارتي مالونو په خاطر باندې خلاصه وي.» هغه کسان چې ویزې لري کولای شي له سهاره د ماښام تر اتو بجو تګ راتګ وکړي. دا چې د ازمایښتي دوره به د څومره مودې له پاره وي لا معلومه نه ده.
د جلیلي په خبره د پاکستان د حکومت د اعلان له مخې په راتلونکي اوونۍ کې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به رسما دا افتتاح کوي.
د پاکستان د ایکسپرس ټربیون، ورځپاڼې د یکشنبې د ورځې په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې «د خیبر پښتونخوا ایالتي لومړي وزیر محمود خان، د دوشنبې له ورځې راهیسې (۲۰۱۹م کال د سپتمبر دوهمه) د شپې له خوا په ازمایښتي ډول د خدماتو د پرانیستلو امر کړی دی.»
دا لومړی ځل دی چې د تورخم دروازه به په ازمایښتي ډول د ۲۴ ساعتونو له پاره پرانیستي وي.
له پیښور څخه خپریدونکي د مشرق، په نوم اردو ورځپاڼې هم په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې «په دې تړاو تورخم کې پاکستاني او افغان امنیتي چارواکو غونډه کړې ده»، چې له مخې یې پر ګمرکي چارواکو سربیره به نورې ادارې هم په دوو کاري شفټونو یا نوبتونو کې خپلې چارې پر مخ وړي.
د یادې ورځپاڼې د رپوټ له مخې ۲۴ ساعته د تورخم دوازې پرانیستل به د پاکستان او افغانستان تر منځ دوه اړخیز سوداګري زیاته کړي او د چارواکو په خبره د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به «د سپتمبر پر پنځمه نیټه دغه پروژه پرانیزي.»
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، پاکستان ته د جولای په میاشتې کې د خپل وروستي سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره پر همدې موضوع هم بحث کړی وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل هغه مهال ویلي ول چې داسې چارې روانې دي چې له مخې یې تورخم بندر له اګست میاشتې څخه ټوله ورځ او شپه پرانیستی وي. دغه بندري دروازه اوس سوازې ۱۲ ساعته د مسافرو او سوداګریزو مالونو پر مخ پرانیستې وي.
افغانستان چې په خپله له سمندر سره نه دی وصل، ډیر وخت د خپلو تجارتي توکو لیږد رالیږد، د پاکستان د بندرونو له لارې ترسره کوي، خو د اسلام آباد او کابل تر منځ شخړې کله نا کله د دې لامل کیږي چې د دواړو هیوادونو تر منځ پولې وتړلې شي.