ترمپ په هاروارد پوهنتون کې د بهرنیو محصلینو شمولیت بند کړ
۱۴۰۴ خرداد ۲, جمعهد امریکا متحده ایالاتو د هېواد د امنیت وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هاروارد پوهنتون (Harvard University) د نړېوالو محصلینو د منلو قابلیت ېې لغوه کړی دی.
دغه اقدام وروسته له هغې کیږي چې دغه پوهنتون د دونالد ترمپ د منلو او استخدامونو له بهیره د نظارت وړاندیز رد او هغه ېې په غوصه کړ. ترمپ هاروارد پوهنتون په یهود ضدۍ تورن کړی دی.
نور ولولئ: د امریکا حکومت د افغانانو د موقت حفاظت حالت لغوه کړ
د امریکا متحده ایالاتو د هېواد د امنیت وزیرې کریستي نوم، آیوي لیګ انستیتوت ته په یوه مکتوب کې لیکلي دي چې په هاروارد پوهنتون کې د محصلینو پروګرام او د کتونکو تبادله له فوري اغیز سره لغوه شوي دي.
د آیوي لیګ مجموعې پورې اړوند پوهنتونونه د امریکا د تر ټولو مشهورو پوهنتونو څخه دي چې په خپلو کارنامو کې د نوبل ۱۶۲ جایزې لري.
«له یهودي محصلینو سره تعصب»
وزېرې دغه انستیتوت ته په استول شوي لیک کې لیکلي: «څرنګه مو چې د اپریل میاشت په لیک کې تاسو ته وویل، د بهرنیو محصلینو منل یو امتیاز دی.»
نور ولولئ: حماس په پام کې لري یو اسرائيلی-امریکایي یرغمل خوشي کړي
کریستي نوم، هاروارد پوهنتون ته په خطاب کې لیکلي چې په امنيت پورې د تړلو معلوماتو د نه شریکولو، د ناامنه چاپېریال د رامنځ ته کولو، «د یهودي محصلینو پر وړاندې د خصومت»، «د حماس په پلويتوب د همدردۍ د تقویت» او د نورو مواردو په دلیل، «تاسو دغه امتیاز له لاسه ورکړی دی.»
کریستي نوم زیاته کړې ده چې د هاروارد پوهنتون پر وړاندې شوي اقدامات باید «د ټول هېواد پوهنتونونو او اکاډیمیکو بنسټونو ته یو خبرداری وي.»
د امریکا د هېواد د امنيت وزیرې زیاته کړې ده، که هاروارد پوهنتون د ۷۲ ساعتونو په جریان کې د بهرنیو محصلینو اسناد او سوابق تیار کړي، د بهرنیو محصلینو د منلو قابلیت به ېې بېرته راوګرځول شي.
نور ولولئ: مېرڅ په واشنګټن کې د اسرائيل سفارت پر کارکوونکو حمله غندلې ده
د هغې په نوي وړاندیز کې د بهرنیو محصلینو اړوند ټول اسناد شامل دي چې په هغو کې د دغه پوهنتون په اعتراضونو او یا «خطرناکو فعالیتونو» کې د بهرنیو محصلینو د ګډون غږیز فایلونه او ويډيوګانې هم راځي.
هاروارد له بهرنیو محصلینو پر ملاتړ ټینګار کړی
هاروارډ پوهنتون د حکومت له خوا پرې لګېدلي تورنه رد کړي او ويلي ېې دي چې د بهرنیو محصلینو ملاتړ ته ادامه ورکوي.
دغه پوهنتون په یوه اعلامیه کې ويلي دي: «د حکومت دغه اقدام غیرقانوني دی. دغه غچ اخیستونکی اقدام د هاروارډ ټولنې او زموږ هېواد ته جدي زیانونه متوجه کوي او د هاروارډ اکاډمیک او تحقیقي ماموریت تضعیفوي.»
نور ولولئ: ترمپ: کریميا ټاپو به له روسیې سره پاته وي
هارواد ټینګار کړی دی چې نړېوالو محصلینو ته د تدریس پر ژمنه به عمل کوي.
د دغه پوهنتون په ۲۰۲۴-۲۰۲۵ تحصيلی کال کې نژدې ۶۸۰۰ بهرني محصلین درولودلي چې دا ېې د ټولو محصلینو څه باندې یوه څلورمه برخه ده.
له آرشیف څخه: