ترمپ د پنتاگون نوم په «جگړې وزارت» اړوي
۱۴۰۴ شهریور ۱۴, جمعهسپیني ماڼۍ د پنجشنبه په ورځ (۲۰۲۵م کال د سپټمبر ۴) اعلان وکړچې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د دفاع وزارت نوم د «جگړې په وزارت» اړوي.
د سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې له مخې، ترمپ به د جمعې په ورځ یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړي چې پیت هگست او د دفاع وزارت ته د دې اجازه ورکوي چې له «ثانوي عنوانونو» څخه کار واخلي، دا ځکه چې د امریکا ولسمشر نه سي کولای د وزارتخانو نوم ته، په قانون کې د بدلونونو له رامنځته کولو پرته بدلون ورکړي. د امریکا متحده ایالاتو د وزارتونو د نوم بدلون د کانگرس موافقې ته اړتیا لري.
د نوموړي سند له مخې، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د دفاع وزیر ته امر کوي ترڅو د دغه وزارت د «نوم د دایمي تغییر» له پاره د قانوني او اجرایوي اقداماتو سپارښتنه وکړي.
د پنجشنبه په ماښام هگست، د «جگړې وزارت» متن د ایکس ټولنیزې رسنۍ په پلتفورم کې خپور کړ.
ترمپ ولي غواړي د دفاع وزارت نوم ته بدلون ورکړي؟
ترمپ په وار وار سره ټینگار کړی دی چې د دفاع وزارت د نوم بدلون چې په متحده ایالاتو کې تر ټولو ستر حکومتي بڼسټ دی، یو قدرتمند انځور وړاندي کوي او د هغه اوسنی عنوان له حده زیات «دفاعي» بولي.
دسپینې ماڼۍ په سند کې راغلي دي چې د نوم دغه بدلون «د تیاري او کلک هوډ لا قوي پیغام» لېږدوي.
ټرمپ هڅه کړې ده، ترڅو د نومونو په بدلولو سره په پراخه کچه ځایونو او ادارو باندې خپله ټاپه ولگولای سي.
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت، تر ۱۹۴۷م کاله پورې د جگړې وزارت بلل کیده، په هغه وخت کې کانگرس له دوهمې نړیوالې جگړې وروسته پوځ، سمندري او هوايي ځواک سره مدغم کړل.