ترمپ د غزې په اړه پر خپله طرحه بيا ټينکار کړی
۱۴۰۳ بهمن ۲۲, دوشنبهدونالډ ترمپ چي دغه خبري د یکشنبې په ماښام (۲۰۲۵م کال د فبرورۍ ۹) د امریکا د ولسمشر په الوتکه (ایر فورس ون) کي کولې، وویل: «زه د غزې پیرودلو او مالکیت ته ژمن یم، امکان لري چي هغه په منځني ختیځ کي نورو هیوادونو ته ورکړو، ترڅو ځیني برخي یې جوړي کړي، موږ ژمن یو چي د هغې اختیار به په لاس کي واخلو.»
اړوند:د غزې په اړه د ترمپ د طرحي د تعدیل له پاره د امریکا د حکومت هڅې
د امریکا ولسمشر همدارنگه د هغي پوښتني په جواب کي چي آیا فلسطینیان به حاضر سي چي غزه پریږدي وویل چي د غزې اوسیدونکي به "په هغه صورت کي چي کوم انتخاب ولري او په ډاډمنو سیمه کي کورونه ورته ورکړل سي، دا کار وکړي."
ترمپ د خپلو خبرو په دوام وویل: "یوازینی دلیل چي هغوی غزې ته د بیرته ستنیدو خبره کوي، دا دی چې دوی هیڅ بدیل نه لري. کله چې دوی بدیل ولري، نو هغوی به و نه غواړي چې غزې ته ستانه سي."
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، په وروستیو ورځو کي هم عربي هیوادونو ته د غزې د اوسیدونکو د انتقال او د امریکا له خوا د دغي سیمي د کنترول په هکله یو وړاندیز مطرح کړی وو. ترمپ ویلي ول چي په غزې تراډه کي به د ودانیو پاتي شوي تخریب او "موږ به دغه ځای د راتلونکي پرمختگ له پاره په یوه ډیر ښه ځای تبدیل کړو."
ترمپ له مصر او اردن څخه غوښتي دي چي خپل سرحدونه د دوو میلیونو فلسطینیانو پر مخ چي ټاټوبی یې په جگړه کي ۷۰ سلنه ویجاړ سوی دی، پرانیزي او په خپل هیواد کي د هغوی د ځای پرځای کیدو له پاره امکانات برابر کړي، ترڅو د دغي تراډې د بیا رغونې له پاره فرصت رامنځته سي.
اړوند:د غزې د نيولو په اړه د ترمپ څرګندونو ته کلک غبرګونونه
دا په داسي حال کي ده چي د ترمپ پیشنهادي طرحه په عمومي ډول د عربي هیوادونو له خوا د پراخو انتقادونو په گډون د نړۍ د رهبرانو له منفي غبرگونونو سره مخامخ سوې ده.
په عین حال کي د امریکا ولسمشر، په نیژدې راتلونکي کي د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان او د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي، سره لیدني کتني ته په اشارې سره څرگنده کړه چي تمه لري هغوی به له ده سره تر خبرو اترو وروسته په خپل هیواد کي د فلسطیني بیځایه سوو د منلو پر سر موافقه وکړي.
لا تر اوسه له بن سلمان او السیسي، سره د ترمپ د لیدني کتني مشخصه نیټه نه ده اعلان سوې، خو د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخي په پام کي ده چي د اردن پادشاه ملک عبدالله، به د رواني اونۍ د سه شنبه په ورځ په سپینه ماڼۍ کي له ترمپ سره وگوري.