ترمپ د جزا پر نړیوالې محکمې بندیزونه وضع کړل
۱۴۰۳ بهمن ۱۹, جمعهد امریکا ولسمشر دونالډ ترمپ، د جزا نړیوالې محکمې (ICJ) پر وړاندې له "واک څخه د ناوړه ګټه اخیستنې" په تور بندیزونه لگولي دي.
دغه بندیزونه په تیره بیا د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو او ددغه هیواد د دفاع پخواني وزیر، گالانت د نیول کیدو د حکم په تړاو وضع سوي دي.
ترمپ دغه محکمه په "ناوړه چلند" تورنه کړې او ادعا یې کړې ده چي دغې محکمې د "نتانیاهو او گالانت پرضد د بې اساسه نیول کیدو د حکم په صادرولو کي" له خپل قدرت څخه ناوړه گټه اخیستې ده.
د جزا نړیوالې محکمې په تیر نوومبر مياشت کي د بنیامین نتانیاهو، گالانت او همدارنگه د حماس د لوړپوړي قوماندان محمد ضیف، چي د اسرائیل له خوا ووژل سو، د نیول کیدو حکم صادر کړ. هغوی د بشریت ضد او جنگي جنایتونو په تور، تورن سوي دي.
اړوند:د جزا نړيواله محکمه: د نتنياهو، ګالانت او ضیف د نيولو امرونه صادر شول
دترمپ د فرمان له مخي، د هغوی د رهبرانو، کارکوونکو او کورنۍ نیژدې غړي اجازه نه لري د امریکا متحده ایالاتو ته داخل سي. همدارنگه د نوموړي فرمان له مخي، ټوله هغه شتمني به چي نوموړي کسان یې په متحده ایالاتو کي لري، کنگل سي.
په تیر ډسمبر مياشت کي د امریکا متحده ایالاتو د استازو مجلس د هاګ د جرمونو محکمې پر وړاندي د بندیز لایحه تصویب کړه، خو د مشرانو جرګې یې پر ضد رایه ورکړه.
متحده ایالات او اسرائیل دغه محکمه په رسمیت نه پیژني
ترمپ او نتانیاهو د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د فبرورۍ ۴) په سپینه ماڼۍ کي یو له بل سره ولیدل. متحده ایالات، اسرائیل او نور څو هیوادونه په عمومي ډول د هغوی په ملي حاکمیت کي د دغي محکمې د لاسوهني له امله هغه په رسمیت نه پیژني.
دغه محکمه چي د هالند په هاگ ښار کي مستقره ده ، له ۲۰۰۲م کال راهیسي د جنگي جنایتونو او بشریت ضد جنایتونو په څېړنو بوخته ده.
اړوند:د عدالت نړېواله محکمه؛ اسرائيل د «نسل وژنې» ادعا رد کړه
په ۲۰۲۰م کال کي د متحده ایالاتو تحریمونه
دا اول ځل نه دی چي ترمپ د جزا د نړیوالې محکمې پر ضد بندیزونه وضع کوي. هغه د خپلي ولسمشرۍ په اوله دوره کي هم، یو ورته فرمان صادر کړ، دا ځکه چي دغې محکمې په افغانستان کي د امریکايي پوځي ځواکونو د ممکنه جنگي جنایتونو په اړه څیړني کولې.
د ۲۰۲۰م کال په سپټمبر کي د هغه وخت د لوی څارنوال ، فاتو بنسودا پر ضد دغه بندیزونه وضع سول. په هر صورت، جوبایدن د خپلي ولسمشرۍ د دورې له پیل کیدو راهیسي، دغه تحریمونه د ۲۰۲۱م کال په اپریل کي لغوه کړل.
د نتانیاهو او گالانت د نیولو د حکم په صادرولو سره، د بایدن حکومت هم پر دغه ډول اقدام باندي سخت انتقادونه وکړل او دا کار یې "ناوړه" وباله.