ترمپ بریکس ډلې ته د سل فيصده تعرفو لګولو ګواښ وکړ
۱۴۰۳ بهمن ۱۲, جمعهد امریکا ولسمشر، دونالد ترمپ، د بریکس ډلې غړو هېوادونو ته ګواښ کړی که چېرته له ډالرو د تادیې د نړېوالې وسيلې په توګه مخ واړوي، سل په سله ګمرګي تعرفې پرې ولګوي. مسکو او نوي ډيلي د ترمپ ګواښ مهم نه دی ګڼلی.
ترمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې «تروت سوشل» ليکلي: «موږ له دغو په ظاهره متخاصمو هېوادونو د یوې داسې ژمنې غوښتونکي یو چې نه د بریکس یو نوی پولي واحد رامنځ ته کړي او نه هم د امریکا ځواکمن ډالر پر ځای له کوم بل پولي واحده ملاتړ وکړي.»
هغه ويلي دي چې له دې پرته به دغه هېوادونه له سل سلنې تعرفو سره مخ شي. ترمپ زیاته کړې چې داسې هېڅ چانس شتون نه لري چې بریکس دې په نړېوالو سوداګریو یا نورو ځایونو کې د امریکايي ډالر ځای ونيسي.
ورته نور ولولئ: د بريکس پولي واحد: آيا د ترمپ د تعرفو ګواښ د توجیې وړ دی؟
بریکس د پنځو هېوادونو، برازیل، روسيه، هند، چین او جنوبي افریقا د انګلیسي نومونو د لومړیو حروفو مخفف دی. په وروستیو کلونو کې ایران، مصر، ايتوپيا او متحده عربي امارات هم په دغه ډله کې ورګډ شوي دي. بريکس ډله په ۲۰۰۹ کې رامنځ ته شوه.
د روسيې ولسمشر، ولادیمیر پوتين، په کراتو په نړېوالو راکړو ورکړو کې د امریکايي ډالر پر تسلط نیوکې کړي او ويلي ېې دي چې په پام کې لري د بریکس غړو هېوادونو په منځ کې د تادیې یو مستقل سیستم رامنځ ته کړي.
د امریکا متحده ایالاتو ډالر تر اوسه په نړیوالو تادیاتو کې د یوې تر ټولو مهمې پیسې په توګه پاته شوی دی. مسکو چې هڅه کوي په بریکس کې یو غیرغربي او متفاوت پولي واحد معرفي کړي، هیله مند دی چې د لویديځ له تحریمونو چې په اوکراین کې د جګړې له کبله پرې لګولي، لږ اغیزمن شي.
ورته نور ولولئ: پوتين: د اوکراين د سولي مذاکرات «امکان» لري، خو له زيلنسکي سره نه
لویديځو صنعتي هېوادونو په اوکراین کې د روسیې له جګړې سره، پر روسیه تحریمونه ولګول چې تر ډېره ېې د دغه هېواد مالي برخه هدف ګرځولې ده.
ترمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۱ تر منځ وه، هم د ګمرګي تعرفو پر لګولو ټینګار کاوه. د اقتصادي چارو شنونکي په دې نظر دي چې د تعرفو لګول به په امریکا متحده ایالاتو کې د بیو د لوړېدا سبب شي.
ورته نور ولولئ: ترمپ: پوتین دې د اوکراين «نامعقوله» جګړه ختمه کړي
غبرګونونه
مسکو او نوي ډيلي د ترمپ دغه ګواښ مهم نه دی ګڼلی. مسکو ویلي چې ترمپ دا ډول ګواښونه مخکې هم کړي دي.
د کریملین ویاند دیمیتري پسکوف خبریالانو ته وویل: «دا کومه نوې خبره نه ده. دا ډول اظهارات مخکې هم شوي. آن کله چې لا هغه منتخب ولسمشر وو.»
پسکوف زیاته کړه: «خبره دا ده چې بریکس د یوې معمولې کرنسۍ پر رامنځ ته کولو خبرې نه کوي او نه هم تر اوسه داسې کوم څه شوي. بریکس په دريم هېواد کې د پانګونې د یو نوي مشترک پلاتفورم پر رامنځ ته کولو غږیږي، متقابلې پانګونې او داسې نور.»
هندوستان چې د بریکس بل غړی دی هم ېې د ترمپ ګواښ ته په کمه کتلي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جایسوال د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل: «بریکس په اجماع سره تصمیم نیسی.»
ویاند زیاته کړه تر کومه ځایه چې خبره له ډالر او د هغه د نقش کمولو سره تړاو لري، په هکله ېې «زموږ د بهرنیو چارو وزیر واضح ويلي چې موږ دا ډول پالیسي یا دا ډول ستراتيژي نه غواړو.»