امریکا ته د افغانانو په گډون د ۱۲هیوادونو د اتباعو تگ منع سو
۱۴۰۴ خرداد ۱۵, پنجشنبهدونالډ ټرمپ، د یوه فرمان په صادرولو سره امریکا متحده ایالاتو ته د ۱۲ هیوادونو د اتباعو پر راتگ بندیز ولگاوه چي سر له راتلونکي دوشنبې (۲۰۲۵م کال د جون ۹) څخه به عملي سي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په یوې اعلامیې کي ویلي دي: «زه د یوه ولسمشر په توگه باید د متحده ایالاتو د ملي امنیت او ملي منافعو د ساتلو له پاره اقدام وکړم.»
نوموړي په دغه اعلامیه کي زیاته کړه: «موږ سفري بندیزونه چي ځینې یې د ترمپ د سفر بندیزونه بولي، وضع کوو او ترهگر او راډیکال اسلامپاله له خپل هیواده لیري ساتو، هغه ممنوعیت چي د سترې محکمې له خوا تائید سوی دی.»
د ترمپ دغه فرمان، امریکا متحده ایالاتو ته د ۱۲ هیوادونو د اتباعو بشپړ تگ منع کوي. دغه هیوادونه، افغانستان ، میانمار، چاد، د کانگو جمهوریت، استوایی گیني، اریتریا،هائیتي، ایران، لیبیا، سوډان او یمن دي.
د ترمپ له خوا په صادره سوې اعلاميه کې راغلي دي چي سربیره پردې د بروندي، کیوبا، لائوس، سیرالئون، لوگو، ترکمنستان او ونزویلا د هیوادونو د اتباعو پر راتگ به هم بندیزونه وضع سي.
ترمپ په خپله ټولنیزه شبکه «تروث سوشیال» کې د یوې ویدیو په خپرولو سره وویل چي د نړۍ په شاوخوا کې د »گواښونو په څرگندیدو« سره امکان لري چي نور هیوادونه هم دغه نوملړ ته وراضافه سي.
ترمپ زیاته کړې ده: «موږ په ۲۱ مې پیړۍ کي د پرله پسې ترهگري بریدونو شاهدان یو چي د نړۍ د خطرناکو سیمو د هغو اشخاصو له خوا ترسره سوي چې د خپلو ویزو له مودې څخه یې زیات وخت تیر کړی دی.»
اړوند:ترمپ په هاروارد پوهنتون کې د بهرنیو محصلینو د منلو مجوز لغوه کړ
هغه څرگنده کړې ده، کله چې «اساسي پرمختگونه» رامنځته سي، دغه محدودیتونه له منځه ځي.
ترمپ ویلي دي: «موږ نه سو کولای په سادگۍ سره له هر هیواد څخه پرانیستی مهاجرت ولرو چي ونه سو کولای هغه کسان په مصؤن او باور وړ توگه تر ارزونې لاندي ونیسو چي د امریکا متحده ایالاتو ته د راتگ له پاره هڅه کوي.»
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ادامه ورکوي: «موږ هغو کسانو ته د داخلیدو اجازه نه ورکوو چي موږ ته زیان رسوي او هیڅ شی د امریکا له امنیت څخه د ساتلو په برخه کي زموږ مخه نه سي نیولای.»
سپیني ماڼۍ په معلوماتي پاڼو کي ویلي دي چي په دغه نوملړ کي ځیني هیوادونه د ارزونې مناسبه پروسه نه لري چي دغه هیواد ته له داخلیدو مخکې د خطرناکو کسانو په پیژندلو کي د وړتیاوو مخه نیسي.
په دغو معلوماتي پاڼو کې راغلي دي چي د ځینو نورو هیوادونو اتباع په متحده ایالاتو کې د خپلو ویزو له مودې څخه د تیریدو لوړه کچه لري یا د هویت او ګواښونو په اړه د معلوماتو په شریکولو کې همکاري نه کوي.
ترمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کي د یوه فرمان په صادرولو سره امریکا متحده ایالاتو ته د څو هیوادونو د اتباعو پر راتگ چي زیاتره یې مسلمانان ول، بندیز ولگاوه.
په هغه وخت کي د دغه هیواد څو محکمو دغه ممنوعیت غیرقانوني اعلان کړ او بلاخره د امریکا متحده ایالاتو عالي محکمې په ۲۰۱۸م کال کي اعلان وکړ چي د دغه ډول ممنوعیت صادریدل «د ولسمشر صلاحیت دی.»