ترمپ: اسرائیل د ۶۰ ورځني اوربند له طرحې سره موافقه کړې
۱۴۰۴ تیر ۱۱, چهارشنبهد امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د سې شنبې په ورځ وویل چي اسرائیل د غزې تراډې په جگړه کي د یوه ۶۰ ورځني اوربند له پاره د اړتیا وړ شرایطو سره هوکړه کړې ده او اوس د حماس وار دی چي له هغه سره خپله هوکړه وکړي.
ترمپ په خپله ټولنیزه شبکه «تروث سوشیال» کي ولیکل چي د دغه دوه میاشتني اوربند په ترڅ کي به امریکا متحده ایالات له ټولو خواوو سره د دغې جگړې د پای ته رسیدو په هکله کار وکړي.
په پام کي ده چي د قطر او مصر د هیوادونو استازي چي په دغو هڅو کي دخیل دي او د یوه منځگړي په توگه عمل کوي، د اوربند وړاندیز د حماس اسلامپاله ډلې ته وړاندي کړي.
ترمپ لیکلي دي: «زه هیله مند یم، د منځني ختیځ له امله حماس دغه وړاندیز ومني، ځکه [پرته له هغه به] وضعیت ښه تره نه، بلکي یوازي بدتره سي.»
اړوند:خبرپاڼه: "نتانیاهو او ترمپ د غزې جگړې پر پای ته رسولو موافقه کړې"
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر زیاته کړه چي امریکایي چارواکو د سې شنبې په ورځ د غزې د جگړې په هکله له اسرائیلي چارواکو سره اوږدې او رغنده خبرې اترې درلودې. اسرائیل تر اوسه پورې په دې اړه کوم نظر نه دی څرگند کړی.
ترمپ څو ورځي مخکي هم د یوه اوربند د احتمالي توافق په هکله خبره کړې وه. په پام کي ده چي هغه به راتلونکې اونۍ داسرائیل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو، کوربه وي چي د هغوی د خبرو اترو اصلي موضوع به د غزې جگړه وي.
ترمپ د سې شنبې په ورځ تکرار کړل چي تمه لري، راتلونکې اونۍ په دې اړه یوه هوکړه ترلاسه سي. امریکا متحده ایالات له اونیو راهیسي له ۶۰ ورځني اوربند څخه د ملاتړ د جلبولو له پاره کار کوي.
په غزه کي د تلفاتو دوام
دغه هڅې په داسي وخت کي ادامه لري چي هره ورځ په غزې تراډه کي د لا زیاتو ملکي کسانو له مړیني څخه رپوټونه ورکول کیږي.
په تازه پیښه کي اسرائیل ویلي دي چي په غزې تراډه کي به د سمندر څنگ ته پر یوې مشهورې کافې باندي هوايي برید وڅېړي. اسرائیل ادعا کوي چي په دغه برید کي یې د حماس ترهگره ډله په نښه کړې ده، خو ژغورونکې عمله بیا وايي چي په دغه برید کي د نوموړې سیمې ۲۴ کسان وژل سوي دي.
په غزې تراډه کي روغتیايي چارواکو ویلي دي چي په وروستیو ۲۴ ساعتونو کي د اسرائیل د هوايي بریدونو او ځواکونو له خوا په ډزو کي په ټوله سیمه کي ۱۱۲ کسان وژل سوي او ۴۰۰ نور زخمیان سوي دي.
د غزې د روغتیا د ادارې په خبره چي د حماس تر کنترول لاندي ده، د «غزې د بشري مرستو د بڼسټ» له فعالیتونو راهیسي د غذايي توکو د ویشلو مرکزونو ته نیژدې څه د پاسه ۵۰۰ کسان وژل سوي دي. دغه مرستندویه مرکزونه د امریکا او اسرائیل په ملاتړ فعالیت کوي.