نړۍ تر ۲۰۲۵ کاله پورې له ماينونو څخه د پاکولو په موخه هڅې
۱۳۹۸ آذر ۹, شنبهد ناروې د بهرنيو چارو وزيرې ين ايريکسن سورايده، د جمعې په ورځ په اوسلو کې وويل چې د ماينونو د بنديز تړون لاسليک کونکي ۱۵۴ هيوادونه هوکړې ته ورسيدل. هغوی به د ماينونو د پاکولو په موخه خپلو هڅو ته زور ورکوي تر څو وشي کړای تر ۲۰۲۵م کال پورې نړۍ د مايونو له شتونه پاکه کړي.
ميرمين سورايده په دې اړه په اوسلو کې د جوړې شوې غونډې سره په تړاو يوې اعلاميه کې ويلي دي: «هيوادونو دا ضروري وګڼله او ورباندې يې توافق وکړ چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د ماينونو د پاکولو چارې چټکي کړي.»
د «لنډماين مونيتور» يا د ماينونو د څار سازمان د کلني رپوټ په حواله، په ۲۰۱۸م کال کې ۶۸۹۷ تنه د ماينونو او د نورو چاوديدونکو توکو په چاودنو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي. په رپوټ کې زياته شوې چې دا د څلورم کال له پاره «په پر له پسې توګه د تلفاتو يو لوړ رقم دی چې ثبت شوی دی.»
ويل شوي چې د ۶۸۹۷ قربانيانو شمیر، د ماينونو په چاودنو کې د قربانيانو تر ټولو لوړ رقم دی چې تر اوسه ثبت شوی دی.
د «اوسلو اکشن پلان» په نوم طرز العمل چې د جمعې په ورځ تصويب شو، حکم کوي چې هيوادونه بايد ماين درلودونکې سيمې مشخصې کړې او د ماينونو د پاکولو په موخه په کې خپل ملي پلانونه تنظيم کړي.
د ناروې د بهرنيو چارو وزارت په خپلې اعلاميه کې زياته کړې چې هيوادونه به د ۲۰۲۵ کال تر مخه خپل پرمختګونه وارزوي. تر ۲۰۲۵م کاله پورې نړۍ له ماينونو څخه د پاکولو کار هغه هدف دی چې د «پرسونل ضد ماينونو د بنديز کنوانسيون» يا «اوتاوا تړون» له خوا په ۱۹۹۷ کال کې ټاکل شوی دی.
په اوسلو کې د روانې اوونۍ غونډه د ۱۹۹۷ کال د پلان له مخې، د پنځه کلنيو غونډو د بهير تر ټولو وروستۍ غونډه وه چې هدف يې د تړون د هغې مسودې نافذول وو چې په ۱۹۹۷ کال کې جوړه شوې وه. دغې مسودې مرسته کړې څو د هغو حکومتونو په ګډون کومو چې نه يې ده لاسليک کړې، د ماينونو کارولو ته تقريبا د پای ټکی کيږدي.
خو په عين وخت کې وسلوالې ډلې په مخ پر ډيريدونکي توګه په جګړو کې له ځمکنيو يا پرسونل ضد ماينونونو څخه کار اخلي. د لنډماين مونيټور په حواله، دغه ډول وسله تير کال لږ تر لږه د نړۍ په شپږو هيوادونو کې د غيرحکومتي ډلو له خوا کارول شوې ده.
په دغو هيوادونو کې د افغانستان نوم په سر کې راغلی دی. تر افغانستان وروسته د هندوستان، برما، نايجريا، پاکستان او يمن هيوادونه يو په بل پسې ښودل شوي دي.
د ناروې د بهرنيو چارو د وزارت د اعلاميې له مخې تر اوسه پورې په نړۍ کې نژدې ۵۸ ميليونه ماينونه د ماين پاکونکو له خوا شنډ او يا له منځه وړل شوي دي.
آژانسونه/م ک ص/ن ص
زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم.