بریتانیا د با استعداده کسانو د مهاجرت پروسه آسانوي
۱۳۹۸ مرداد ۱۸, جمعهد پنجشبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اګست میاشتې په ۸مه نیټه) د بریتانیا نوي لومړي وزیر بوریس جانسن بریتانیا ته له ټولې نړۍ څخه د «غوره او با استعداده» کسانو د راتګ له پاره خپل یو داسې پلان اعلان کړی چې له مخې به یې دغو کسانو ته په چټکۍ سره د بریتانیا ویزې ورکړل شي.
جانسن دغه اعلان داسې مهال کوي چې لا هم د بریګزیت سرنوشت نا څرګند دی چې له کبله یې د اروپايي ټولنې د څیړنو برخې ته د ځانګړې شوو پیسو زیاتره برخه متوقفه شوې او سربیره پر دې د اروپايي ټولنې اړوند د ګڼ شمیر څیړونکو د مهاجرت وضعیت به هم له ګواښ سره مخ دی.
جانسن په دې هکله وویل: «د علم په برخه کې د پرمختګ د لارې د هوارولو د ډاډمن کولو له پاره، موږ باید نه یوازې د هغو استعدادونو ملاتړ وکړو چې له وړاندې نه دلته [په بریتانیا کې] دي، بلکې دا هم باید ډاډمن کړو چې زموږ د مهاجرت سیستم له ټولې نړۍ څخه بااستعداده کسان را جذب کړي.»
د بریتانیا د حکومت په حواله، بریتانیا ته د مهاجرت دغه چټک پلان به تر ډیره پورې د نورې نړۍ تکړه انجینران، د ټکنالوجۍ او د ساینس په نورو برخو کې با استعداده کسان په نخښه کړي.
څیړنیز سازمانونه او سوداګریز سکتور د پلان ملاتړ کړی
په دغه نوي پلان کې تازه ځانګړي شوي امتیازات به بریتانیا ته تر راتګ وړاندې د کار د درخواست لرلو شرط له منځه یوسي او سربیره پر دې د یوه کس د کورنۍ نور غړي به هم د بریتانیا د کار بازار ته لاس رسی پیدا کړي. سربیره پر دې، د بریتانیا د حکومت په نوي پلان کې د (Tier 1) په نامه د فوق العاده استعدادونو د ویزې په پروګرام کې د رقابت کوونکو کسانو پر شمیر وضع شوی محدودیت هم له منځه وړل شوی دی.
په ورته وخت کې په بریتانیا کې پوهنتونونو او شرکتونو د حکومت د دغه پلان ستاینه کړې. بل لوري ته د اوکسفورډ او کمبریج په نامه د بریتانیا دوو نامتو پوهنتونونو بیا پر خپلو څیړونکو او با استعداده کسانو باندې د بریګزیت یا له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو له پر اغیزو اندیښنې څرګندې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې لا له وړاندې نه د ۲۰۱۸ -۲۰۱۹ تحصیلي کلونو له پاره د بریتانیا په پوهنتونونو کې د اروپايي ټولنې د نورو غړو هیوادونو د زده کوونکو شمیر په بې ساري توګه لویدلی دی.
د بریتانیا نوي لومړي وزیر بوریس جانسن چې تر دې وړاندې یې په وار وار د مهاجرت ضد څرګندونې کړي، اوس په پام کې لري چې د آسترالیا په څیر د مهاجرت یو سیستم معرفي کړي. د دغه سیستم له مخې هغه کسان چې د تحصیل په دوران کې یې ښې نمرې ترلاسه کړي وي، په ژبه ښه حاکمیت ولري او نورې ځانګړې وړتیاوې ولري، په آسانه توګه کولی شي آسترالیا ته مهاجرت وکړي.
زموږ له آرشیف څخه:
AFP, Reuters / KH-AWA