بېربوک په سوریه کې د آلمان سفارت بيرته پرانيست
۱۴۰۳ اسفند ۳۰, پنجشنبهد آلمان د بهرنیو چارو وزیرې، انالېنا بېربوک چې له زرغون ګوند سره تړاو لري، د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د مارچ ۲۰)، په رسمي توګه په سوریه کې د آلمان سفارت چې د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ راهیسې تړل سوی و، دمشق ته دبشار الاسد د واکمنۍ له نسکوریدو راهیسې د خپل دوهم سفر په ترڅ کې پرانيسته.
له نوموړي سره د مل پلاوي له خوا د پنجشنبې په ورځ وویل سول: «سفارت له یوه کوچني سیاسي ټیم سره هلته حضور لري او د سیمې له وضعیت سره سم به د خپل موجودیت پراخولو ته دوام ورکړي.»
اړوند:د بسپنه ورکوونکو په کنفرانس کې د سوریې له پاره د ۵،۸ میليارډه یورو مرسته
د نوموړو معلوماتو له مخې به د ویزې او په قونسلي څانګه پورې تړلي کارونه د امنیتي وضعیت او محدود ځايي ظرفیت له امله بیا هم له لبنان څخه پرمخ ولاړ سي.
ویل سوي چې آلمان له یوې باثباته سوریې سره پراخه علاقه لري او د راتلونکي پر لور یې له دغه هیواد څخه د ملاتړ ډاډ ورکړی دی: «آلمان کولای سي په سیمه کې په خپل ډیپلوماټیکي حضور سره د ثبات راوستلو په ستونزمن کار کې ښه تره برخه واخلي» او «ناغوښتل سوو جدي بدلونونو ته په مستقیم ډول او سمدستي جواب ورکړي.»
بېربوک تېره اونۍ په برلين کې له سوریې سره د نورو ۳۲۶ ميليونو ډالرو د مرستې ژمنه کړې وه. خو ويل شوي ول چې دا پېسې به نیغ په نيغه موقت حکومت ته د ورکولو پر ځای د ملګرو ملتونو او همدا زار د نورو غوره شويو سازمانونو له لارې ورکړ شي.
بېربوک نن سهار (پنجشنبه د مارچ ۲۰ مه) د یوه ورځني سفر له پاره دمشق ته روانه سوه. نوموړې تر دې مخکې له لبنان څخه هم لیدنه کړې وه.