بیل ګيتس ۲۰۰ میلیارډه ډالر د خیریه چارو له پاره ورکوي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۹, جمعهبیل گیتس، ژمنه وکړه چې تر ۲۰۴۵ م کال پورې د خپلې شتمنۍ ۲۰۰ میلیارډه ډالر، د خیریه بنسټونو له لارې بشري مرستو ته ځانگړي کوي.
۶۹ کلن میلیارډر او د مایکروفاست بڼسټ اښودونکي، بیل گیتس ویلي دي چې خیریه بنسټ ته د خپلې ټولې شتمنۍ د ورکولو له پاره خپلې طرحې چټکې کوي او غواړي دغه خیریه بڼسټ د ۲۰۴۵ کال د ډسمبر تر ۳۱ مې پوري وتړي.
گیتس، په دې باور دی چې د هغه دغه پیسې د ملاریا او پولیو په څیر ناروغیو، په ښځو او کوچنیانو کې د مخنیوي وړ ناروغیو له منځه وړلو او په نړۍ کې د فقر د کمښت په څیر، خپلو اهدافو ته د رسیدو له پاره له هغه سره مرسته کوي.
گیتس، د رویترز له خبري آژانس سره په مرکه کې د حکومتي مرستو د کمښت له امله د مخنیوي وړ مړینو د کمولو په برخه کې د لسیزو پرمختګونو د شاته تګ په هکله خبرداری ورکړی دی.
د گیتس، د طرحو له مخې د هغه د خیریه بڼسټ کلنۍ بودیجه به تر ۲۰۲۶ م کال پورې نهه میلیارډه ډالر او وروسته له هغه به په کال کې ۱۰ میلیارډه ډالر وي.
پر ایلان ماسک باندي سخت انتقاد
هغه په داسي وخت کې دا خبر اعلان کړ چې د ترمپ د ادارې په گډون، حکومتونو هغه نړیوالې مرستې کمې کړي او یا یې هم قطع کړي دي چې د مرگونو ناروغیو له پراخیدو څخه د مخنیوي او قحطۍ د له منځه وړلو له پاره مصرفېدلې.
د امریکا متحده ایالاتو د مرستو ځنډول او قطع کیدل د ایلان ماسک تر څارنې لاندي رامنځته سوي چې د حکومت د «د موثریت څانګه» رهبري کوي. د ترمپ د حکومت د طرحو له مخې، ددغه هیواد د نړیوالې پراختيا ادارې (یواس ای آی ډی) د برنامو ۸۰ سلنه قطع کیږي. دغې ادارې په ۲۰۲۳ م مالي کال کې په نړیواله کچه، په مجموعي ډول ۴۴ میلیارډه ډالر لگولي وو.
له همدې کبله گیتس، د نړۍ پر ټولو شتمن کس ایلان ماسک ، باندي سخت انتقاد کړی دی. بیل گیتس، د « فایننشیال تایمز» رسنۍ ته وویل:« د نړۍ د تر ټولو شتمن کس انځور چې تر ټولو بې وزله کوچنیان د [د مرستو د قطع کولو له لارې] وژني ، یو ښکلی انځور نه دی.»
ماسک د ایکس په شبکه کې د یوه پوست په جواب کې د گیتس، د مرکې په هکله چې په هغې کې د امریکا د مرستو د قطع کیدو په اړه بحث کیدی، ولیکل:« گیتس، یو ستر دروغجن دی.»
گیتس، په عین حال ک سپینې ماڼۍ ته خبرداری ورکړی دی چی د هغه بڼسټ او نور بشردوستان نه سي کولای د حکومتي مرستو د بندیدو له امله رامنځته سوې تشه ډکه کړي.