بیرګدال ته د عمري بند سزا اوریدل کیدای شي
۱۳۹۶ آبان ۱, دوشنبهخو مخکې له دې چې قاضي خپله پریکړه واوروي، هغه باید دا خبره هم روښانه کړي چې ایا د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، پر دغې قضیې باندې اغیزه کړې ده او که نه.
بیرګدال ته د هغه د جرم له کبله د عمري بند سزا اوریدل کیدای شي. پر هغه باندې د دندې د پریښودو او دښمن پر وړاندي د نامناسب عمل کولو تورونه لګول شوي دي. څارنوالانو داسې کومي موافقې ته غاړه نه ده ایښې چې له مخې یې د هغه سزا محدوده شي. اوس نو قاضي د بیرګدال د سزا تعینولو له پاره آزاد لاس لري. د بیرګدال محکمه کیدای شي څو ورځې دوام وکړي.
قاضي جیفري ار. ننس، به د بیرګدال له خوا د خپل جرم منل، د طالبانو او نورو یاغیانو په بند کې پنځه کاله بند تیرول او د هغو امریکایي سرتیرو جدي ټپونه په پام کې ونیسي چې د بیرګدال د لټې پر مهال ور اوښتي دي.
تمه کیږي چې څارنوالان به قاضي ته شواهد او د هغو سرتیرو بیانونو وښيي چې د بیرګدال د موندلو په عملیاتو کې ټپیان شوي دي. په هغوی کي یو سرتیری هم شامل دی چې د دغو عملیاتو پر مهال پر سر ویشتل شوی وو، او اوس فلج دی.
۳۱ کلن بیرګدال په ۲۰۰۹م کال کې تر هغه وروسته برمته شو چې په افغانستان کې یې خپله پوسته پریښوده. هغه ویلي دي چې د برمته نیوونکو له خوا په قفس او تورو کوټو کې اچول شوی او وهل شوی. بیرګدال ویلي دي چې تر لس وارې ډیر یې د تیښتې هڅه کړې ده. بیرګدال وایي چې هدف یې د خپلې پوستې د ستونزو په اړه نورو قوماندانانو ته خبر ورکړی وو. خو هغه قاضاینو ته ویلي دي چې عمل یې د بخښنې وړ نه دی.
ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۴م کال کې بیرګدال د پنځه طالب قوماندانانو د آزادۍ په بدل کې امریکا متحدو ایالاتو ته بوت. اوباما ویلي ول چې امریکا خپل هیڅ سرتیری هم شا ته نه پریږدي. هغه وخت هم جمهوري غوښتونکو سیاستوالو پر اوباما د دې اقدام له کبله نیوکې کړي وې. داسې ویل کيږي چې دونالد ترمپ د ولسمشریزو کمپاینونو پر مهال بیرګدال یو «کثیف، ګنده خاین» بللی وو چې په خبره یې باید یا په ډزو ویشتل شوی وای او یا هم بې پراشوټه له الوتکې غورځول شوی وای.
قاضي ننس، په فبروري مياشت کې ویلي ول چې د کمپاین پر مهال شوې دغه څرګندونې «خواشینوونکې او آزارورکوونکې» دي خو په خبره یې د ترمپ دغه څرګندونې غیري قانوني اغیزه نه شي لرلی، ځکه هغه یې تر ولسمشر کیدو مخکې کړي دي.
خو د بیرګدال وکیلان بیا وایي چې د ترمپ نظر تر ولسمشر کیدو وروسته هم نه دی بدل شوی. ترمپ تر ولسمشر کیدو وروسته، هغه وخت چې بیرګدال خپله ګناه ومنله، خبریالانو ته وویل: «زه نه شم کولی د دې قضیې په اړه نور څه ووایم خو زه فکر کوم چې خلکو پخوا زما نظر اوریدلی دی.»
سپیني ماڼۍ د جمعې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه چې پکښې راغلي دي چې هره پوځي قضايي دوسیه باید د هغه د واقعیت په اړه حل شي. په بیانیه کې د بیرګدال نوم نه دی راغلی. څارنوالان همدې اعلامیې ته په اشارې سره د بیرګدال د وکیلانو ادعا ردوي.