ایکسون د اروپا اتحادیې د اضافه مالیاتو پرضد اقامه دعوه کړې
۱۴۰۱ دی ۸, پنجشنبهاعلان
د دغه شرکت یوه ویاند ویلي دي، چي د اروپا اتحادیې په دې موضوع کي تر خپلو صلاحیتونو اضافه استفاده کړې ده. د اروپا اتحادیې د کمیسارۍ له طرفه بیا ویل سوي، چي هغوی دغه شکایت په پام کي نیسی. خو دا اوس د اروپا د محکمې صلاحیت دی، چي ورباندي تصمیم ونیسي.
د اروپا اتحادیې دولتونو په تیر سپټمبر میاشت کي پر دغه شرکت باندي په مؤقتي ډول د اضافه مالیاتو پر وضع کولو باندي موافقه سره وکړه، کوم چي د اوکراین د جنګ تر شروع کیدو او انرژۍ بیو تر لوړیدو وروسته یې بې حده ډیره ګټه کړې وه.