ایلان ماسک د ترمپ په حکومت کې خپله دنده پریږدي
۱۴۰۴ خرداد ۸, پنجشنبهایلان ماسک چي د امریکا متحده ایالاتو د حکومت د موثریت څانګه پر مخ وړي، اعلان کړی دی چي د ترمپ په حکومت کي یې کاري دوره پای ته رسېدلې ده.
د حکومت د موثریت اداره د ډونالډ ټرمپ د اجرایوي فرمان له مخې، سپینې ماڼۍ ته د هغه له راستنیدو وروسته د دولتي ادارو د موثریت د ښه کیدو په هدف رامنځته سوې وه.
ماسک په ایکس شبکه کي چي په هغه پورې اړه لري، لیکلي دي: «د حکومت د ځانگړي کارکوونکي په توگه زما د دندې د وخت په پای ته رسېدو سره زه له ترمپ څخه د هغه فرصت د رامنځته کولو له امله مننه کوم چي د بې ځایه لګښتونو د کمولو له پاره یې رامنځته کړی دی.»
هغه زیاته کړه: «د حکومت د موثریت د څانگې ماموریت به د وخت په تیریدو سره پیاوړی سي او په ټول حکومت کي به د ژوند په یوې لارې بدل سي.»
ایلان ماسک ولي د حکومت د مؤثریت څانگه پریږدي؟
رویترز خبري آژانس د سپینې ماڼۍ د چارواکو له خولې رپوټ ورکړی دی چي له دغې ادارې څخه د ماسک د تللو پریکړه د «لوړپوړو چارواکو» په کچه سوې ده او د دغې پریکړې له اعلان مخکې د ترمپ او ماسک ترمنځ کوم بحث موجود نه وو.
د حکومت د ځانگړي کارکوونکي په توگه د ماسک ۱۳۰ ورځنۍ دنده د می میاشتې پر دیرشمه پای ته ورسېده. د ترمپ حکومت ویلي دي چي د فدرالي حکومت د بیارغونې او کمولو له پاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
اسوشیتيد پرس خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چي ماسک د بودیجې له هغې ستري لایحې سره له مخالفت وروسته چي د ولسمشر له خوا علان سوې ده، حکومتي اداره پریږدي.
د مؤثریت اداره د حکومتي لگښتونو په راکمولو کي د خپلې کړنلارې له امله تر سختو انتقادونو لاندي راغلې ده.
ماسک مخکي ویلي وه چي په حکومت کي د خپلې دندې له پای ته رسیدو وروسته، بیرته پر خپلو اقتصادي کارونو لکه دبرقي موټرونو د جوړولو شرکت تسلا او د فضايي توغندیو پر شرکت سپیس ایکس باندي تمرکز کوي.