ایراني کښتۍ د پوځي تمریناتو په ترڅ کې په «توغندي لګیدلې»
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۲, دوشنبهد ایران دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د می یوولسمه) خبر ورکړی دی چې د سمندري ځواکونو یو تن یې هغه وخت ووژل شو چې د پوځي تمرین په ترڅ کې توغول شوی توغندی هدف ته څیرمه په یوه ایرانۍ کښتۍ ولګید. په پيښه کې د ۱۵ کسانو د ټپي کیدو رپوټ هم ورکړل شوی دی.
توغندی پر «کنارک» کښتۍ باندې لګیدلی دی چې د توغندیو د توغولو ملاتړ کوونکي کښتۍ وه او په دغه پوځي تمریناتو کې یې ونډه درلوده. ویل کیږي چې توغندی هم له یوې کښتۍ توغول شوی دی.
د ایران دولتي تلویزون خبر ورکړی دی چې دغه کښتۍ هغه مهال ولګیده چې هدف ته ډیره نزدې وه. دغه پيښه د یوه «تصادف» په توګه یاده شوې ده.
څیړنې روانې دي
د ایران ایسنا، خبري آژانس په یوه رپوټ کې ویلي دي: «د پيښې شرایط اوسمهال تر تخنیکي څیړنو لاندې دي.»
دغه پيښه د جارسک بندر ته څیرمه رامنځ ته شوې ته ده، چې د پلازمېنې تهران سویل خیتځ لور په ۱۲۷۰ کیلومترۍ کې پروت د عمان په خلیج کې موقعیت لري.
د ایران د دولتي رسنیو د رپوټونو له مخې د هالنډ جوړه دغه کښتۍ په ۲۰۱۸م کال کې بیا ترمیم شوې ده. دغه ۴۷ متره اوږده کښتۍ تر څلویښت ټنه وزن انتقالولی شي او په عادي ډول د عملې شل عسکر لیږدوي.
ایران په دغه ساحه کې چې د هرمز تنګي ته څیرمه موقعیت لري، په منظم ډول پوځي تمرینونه ترسره کوي. د نړۍ ۲۰ سلنه نفت د دغه تنګي څخه تیریږي.
د متحده ایالاتو کښتۍ هم دغه سیمه څاري. خو خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې په سملاسي ډول هغوی په دې هکله د کومې تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
اې پي/س.ر./ا.و.ا.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يوه انځوريز راپور (23.04.2015):