ایران: یو کس د فساد په جرم په اعدام محکوم شو
۱۴۰۱ آبان ۲۳, دوشنبهد ايران پولیسو له خوا د یوې کردۍ نجلۍ مهسا امیني له نیول کيدو او وژل کيدو وروسته په ټول هېواد کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې لاریونونه روان دي. دغو اعتراضونو د ایران مذهبي مشرتابه ته سخت ټکان ورکړي دي. تر اوسه په زرګونو مظاهره چیان نیول شوي او ۳۲۶ کسان وژل شوي دي.
ياد سړی د یکشنبې په ورځ په رسمي توګه په ایران کې د لاریونونو پر وړاندې په لومړي غیر معمولي ګام کې په لاریونونو کې د ګډون کولو 'جرم' لپاره په اعدام محکوم شوی دی.
د بشري حقونو ډلو ویلي چې دا پریکړه په "بېړه" شوې او یو شمیر کسان د داسې تورونو سره مخ دي چې ممکن د مرګ سزا ولري.
په تهران کې نورو محکمو زرګونه کسان د "غیرقانوني غونډو، د ملي امنیت پر ضد دسیسې او عامه نظم ګډوډولو" په تور له پنځو څخه تر لسو کلونو پورې په بند محکوم کړي دي.
د روانې میاشتې په پیل کې، د ایران د پارلمان له 290 غړو څخه 272 د "سترګې په بدل کې سترګه" د اصولو له مخي د هغو کسانو لپاره د مرګ د سزا غوښتنه وکړه چې د خلکو ژوند او ملکیت ته زیان رسوي.