ايران: جنسي تيری کوونکی عام محضر کې اعدا م شو
۱۴۰۴ تیر ۲۱, شنبهد ایران د قضائيه قوې پورې اړوندې خبري ویب پاڼې میزان لیکلي چې د قرباني کورنۍ چې د ایران په شمال غربي ښار بوکان کې اوسېږي، د قضیې په قانوني بهیر کې دخيله وه او په عام محضر کې د اعدامولو غوښتنه کړې وه.
مېزان د ولایت د مشر قاضي ناصر عتباتي له قوله ویلي چې «د تېرکال په جنوري کې د بوکاني نجلۍ د تجاوز قضیه د ولایتي قضا په طرزالعمل کې یو ځانګړی کار وګرځيد.»
نور ولولۍ: د بخښني نړيوال سازمان: په سعودي کې ۱۸۰ کسان اعدام سوي
سرچینې زیاته کړې دا چې دغه ناوړه عمل عامه احساسات او عواطف اغېزمن کړي ول، هغو ته په کتو د ولايتي قضا څانګې ورته د ټولو قانوني او قضایي اصولو په رڼا او د طرفینو په حضور کې په دقت او چټکۍ سره رسیدګي وکړه.
د اعدام حکم په مارچ میاشت کې صادر شو چې بیا وروسته د ایران د سترې محکمې له خوا تائید شو.
عتباتي زیاته کړه چې دغه اعدام «د قرباني د کورنۍ او ولس په غوښتنه په عام محضر کې ترسره شو، هغه په دې دلیل چې دغې قضیې پر ټولنې عاطفی اغیز درلود.»
نور ولولۍ: ايران وايي د داعش ډلي نهه جنګيالي یې اعدام کړي
په ایران کې په عام محضر کې په دار زړول، غیر معمول عمل نه دی، خو دا په خاصو قضیو کې چې شدیدې ښودل کيږي، عملي کيږي. په ایران کې د جنسي تیري او قتل سزا اعدام ده.
د آمنیستې په ګډون بشري سازمانونه وايي، ایران تر چین وروسته د نړۍ دوهم هېواد دی چې ډېر اعدامونه په کې کيږي.
نور ولولۍ: اسرائیل ته په جاسوسۍ د تورنو کسانو د اعدام په هکله اندیښنې