ایران: په سيلابونو کې لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي دي
۱۴۰۱ مرداد ۱, شنبهزياته شوې چې دوه کسان لا هم لادرکه دی. تر دې یو څه مخکې په رپوټونو کې ويل شوي ول چې ۱۵ کسان مړه او اته نور لادرکه دي.
د ایران دولتي خبري آژانس، ایرنا، د دغه هیواد د طبيعې پيښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د مشر، خلیل عبداللهي، له قوله ويلي دي چې سيلابونو د جمعې په ورځ د ايرن فارس او استهبان ايالاتونو ته نژدې ګڼ شمیر ښارګوټي او کلي ځپلي دي.
د فارس ایالت د هلال احمر ټولنې مشر، حسین دارویشي، هم ويلي دي چې ۲۱ کسان مړه شوي او د فارس سويل ته په استهبان کې څو ښارګوټي اغیزمن شوي دي.
د آلمان خبري آژانس د ایرنا له قوله ليکي چې په ځانګړې توګه د استهبان کوچنی ښار ډير اغیزمن شوی دی. هلال احمر ويلي دي چې دوی له ۱۵۰ تنو پرسونل سره په سیمه کې د ژغورنې پر عملیاتو بوخت دي چې تر اوسه ېې څو کورنۍ د لوړ ليول اوبو څخه ژغورلي دي.
د ایرنا په حواله، د استهبان والي، يوسف کارګر، وويل: «پرون مازديګر شاوخوا ۵ بجې د درنو ورښتونو له کبله د استهبان مرکزي سيمو کې سيلابونو راووتل.»
کارګر، وويل چې د سيلابونو په نتيجه کې د سیند د اوبو سطحه لوړه شوې او يو شمیر ځايي خلک چې د سیند ته نژدې اوسیدل په سیلابونو راګير شوي دي.
د ایران د هوا پيژندې ادارې د شنبې ورځې په جریان کې د درنو ورښتونو اټکل کړی او خبرداری ورکړی چې د سيلابونو ګواښ به ادامه ولري.
آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.