ایران په رسمي ډول د اټومي انرژۍ له آژانس سره همکاري وځنډوله
۱۴۰۴ تیر ۱۱, چهارشنبهد ایران ولسمشر د چهارشنبه په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د جون ۲مه) د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د همکارۍ د ځنډولو قانون چي مخکي تصویب سوی ؤ، په رسمي ډول اعلان کړ.
ایران مخکي له دې د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د همکاریو د بندولو په هکله خبرداری ورکړی وو او دغه اداره یې د لویدیځو هیوادونو په پلوي او د اسرائیل له خوا بریدونو ته د توجیه په برابرولو تورنه کړې ده.
پر ایران باندي د اسرائیل هوايي بریدونه یوه ورځ پس له هغه پیل سوه، کله چي د دغې ادارې مدیره هئیت د یوه پریکړه لیک په تصویبولو سره، ایران د اټومي وسلو د پراخولو په تړون کي له خپلو مکلفیتونو څخه په سرغړونو ته تورن کړ.
اړوند:مکرون: د اټومي انرژۍ نړيواله اداره باید سمدستي خپل ماموریت له سره پیل کړي
په دغه قانون کې راغلي دي چې په راتلونکي کې، د ایران پر اټومي تاسیساتو د نړیوالې اټومي انرژۍ د ادارې له خوا هر ډول څارنه به، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا تصویب ته اړتیا ولري.
د ایران د استازو جرگې د جون پر ۲۵، د اسرائیل او دغه هیواد ترمنځ له اوربند یوه ورځ وروسته په غوڅ اکثریت سره دغه قانون تصویب کړ.
د فردو تاسیساتو ته «سخت او جدي زیان اوښتی دی»
د ایران د رسنیو د رپوټونو له مخې، د دغه قانون په احکامو کي راغلي دي چې له دغه اقدام څخه هدف «د اټومي وسلو د نه پراخیدو د تړون له مخې او "په ځانګړي ډول د یورانیمو د غني کولو پر بڼسټ" د ایران د اسلامي جمهوریت له ذاتي حقونو څخه بشپړ ملاتړ دی.»
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په یوې اعلامیه کي ویلي دي: «موږ له دغو رپوټونو څخه خبر سوي یو. اداره د ایران له خوا د رسمي معلوماتو د په لاس راوړلو په تمه ده.»
ایران پس له هغه په دغه اقدام لاس پوري کوي، چي امریکا متحده ایالات د اسرائیل په ملاتړ د ایران درې اټومي تاسیسات بمباري کړل.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د «سي بي اس نیوز» له شبکې سره په یوه مرکه کي وویل چي د امریکا بمبارۍ د فردو کلیدي اټومي تاسیساتو ته د جدي او سخت زیان د اوښتو سبب سوي دي.