ایران وايي په سیستان بلوچستان کې یې ۱۳ اورپکي وژلي
۱۴۰۴ شهریور ۵, چهارشنبهد ایران سپاه پاسداران په ېوه اعلامیه کې ویلي چې د سیستان بلوچستان ایالت په عملیاتو کې «تر اوسه ۱۳ تروریستان وژل شوي او یو شمېر نور نيول شوي دي.»
دغه اعلامیه چې د ایران پر دولتي تلویزیون خپره شوې، پکې راغلي چې عملیات د یاد ایالت په ایرانشهر، خاش او سراوان ښارونو کې ترسره شوي دي.
د ایران دولتي تلویزیون ويلي د وژل شوو افرادو په ډله کې یو شمېر هغه مشکوک کسان شامل دي چې د ایرانشهر د جمعې ورځې په کمين کې لاس درلود چې په ترڅ کې ېې ۵ پولیس وژل شوي ول.
د ایران سیستان بلوچستان ایالت له پاکستان او افغانستان سره ګډه پوله لري چې له کلونو راهیسې پکې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ډلو ترمنځ نښتې کيږي. امنيتي ځواکونو سره په جنګېدونکو کې د مخدره موادو قاچاقچیان او بیلتون غوښتونکي هم شامل دي.
سیستان بلوچستان کې تر ډیره سُنی مذهبه مسلمانان اوسیږي. دا د ایران، چې اکثریت وګړي ېې شیعه مذهبه دي، تر ټولو بې وزله ایالت دی.
سني جهادي ډلې جهش العدل پر تلیګرام شبکې د یو پست په خپرولو د تېرې اوونۍ د حملې مسئولیت منلی و.