ایران غواړي پرته له وقفې خپل اټومي پروگرام ته ادامه ورکړي
۱۴۰۴ تیر ۳, سهشنبهایران غواړي پر خپلو مهمو اټومي تاسیساتو له بریدونو وروسته، خپل اټومي پروگرام ته همداسي دوام ورکړي. د ایران د اټومي انرژۍ سازمان (AEOI) مشر محمد اسلامي د IRIB دولتي رسنۍ ته وویل: «د تولید پروسې ته به پرته له وقفې ادامه ورکول سي. په اوس وخت کي لا په دغو تاسیساتو کي د زیانونو په هکله پلټنې رواني دي.»
اړوند:ترمپ د ایران او اسرائيل ترمنځ د اوربند اعلان کړی دی
د کارپوهانو په حواله، د ایران پر اټومي تاسیساتو باندي د اسرائیل او امریکا متحده ایالاتو تر بریدونو وروسته لا د ویجاړیو کچه معلومه نه ده.
امریکا متحده ایالاتو، په ايران کي ترمځکې لاندي د فردو پر تاسیساتو باندي په سترو ویجاړوونکو بمونو سره برید وکړ.
ولسمشر دونالدترمپ له هغه وروسته د یوې مهمې دستگاه له بشپړې ویجاړولو څخه خبره وکړه. خو دا خبره لا تائید سوې نه ده.
په دغه جگړه کي د اسرائیل هدف دا وو چي د تهران له خوا اټومي پروگرام په ټپه ودروي او پر یهودي اولس باندي د ایران د اټومي پروگرام له امله ممکنه گواښ له منځه یوسي.
تهران تل ټینگار کړی دی چي د هغوی اټومي پروگرام یوازې د ملکي اهدافو له پاره دی، نه د اټومي وسلو د پراختیا له پاره.
په هر حال، د یورانیمو تر ۶۰ سلنې پورې غني کول، لکه څنگه چې په ایران کې ترسره کیږي، د ملکي اټومي برېښنا د فابریکو له پاره له معمولي کچې څخه ډیر لوړ دي. د اټومي وسلو له پاره، یورانیم باید تر ۹۰ سلنې پوري غني کړای سي.